د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د رهبري هیئت او د خصوصي تلویزیونواستازو ګډه غونډه ترسره شوه
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت رهبري پلاوي او دخصوصي تلویزیونو استازو ګده غونډه د تلویزیون د انالوګ سیستم بدلول دیجیتل ته، ترعنوان لاندې نن سه شنبه 1391 کال د سلواغې میاشتې په ۳ مه ڼيته د دغه وزارت د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شوه.
په غوڼده کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر ښاغلي انجنیر امیرزي سنګین د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ښاغلي عبدالخالق فراهی د اترا ادارې رییس ښاغلي انجنیر عبدالوکیل شیرګل او داترا اداري غړو، رییس صاحبانو او په هیواد کې د خصوصي تلویزیونو استازو ګډون کړی وو.
لومړی د مخابراتو وزیر ښاغلي انجنیرامیرزي سنګین لخوا ګډونوالو ته هر کلی وویل شول، ښاغلي وزیر په هیواد کې 35 تلویزیونو او یوا ځي په کابل کې د 50 رادیو ګانو فعالیت او خپرونې د تیرو لسو کلنو یو مهمه لاسته راوڼه وبلله او وویل:خوشحاله یو چې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د خپل پرمختګونو لړی سره سم دا دی یو بل د پرمختګ ګام اوچتوي او د تلویزیونو انالوګ سیستم دیجیتل ته اړوي. د دیجیتل ځانګړتیاوي پرمختللي او اقتصادي ګټی يي ډيرې زیاتي دي.
- د دیجیتل په یو فریکانس کې د انالوګ 15 تلویزیونو ستندرد او وړتیا شتون لري.
- د نشراتو پراختیا، دا مهال ډيری تلویزیونونه په کابل کې خپروني لري چې د یجیتل سیستم په راتګ سره به د دوی خپروني د هیواد ډيری برخو ته پراختیا پیدا کړي او دهیواد ټول خلکو ته به خپروني ولري.
- اقتصادي ګټې به يي داوي چې له ډيرو بیځایه لګښتونوڅخه به مخنیوی وکړي، د دیجیتل سیستم په راتګ سره نور دي ته اړتیا نه وي چې هر تلویزیون په هرولایت کې تاور ولري صرف یو ټاور به وي او ټول تلویزیونونه به ورڅخه ګټه اخلي.
- د دیجیتل سیستم په راتګ سره به دغږ او انځور کیفیت ډير لوړ شي
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ښاغلي وزیر د خپل خبرو په ترڅ کې دا هم وویل چې دا طرح د وزیرانو شورا د روان کال د لړم میاشتي په ۲۲ مه نيټه تایید کړی شویده، نو زموږ هیله دا دی چې تاسو په دي اړه خپل نظریات په لیکلي ډول د یو میاشتي په موده کې موږ ته راړوئ. همدارنګه وزیر وویل د کار پرمخ بیولو لپاره چې سیستم له انالوګ څخه ديجیتل ته واړوي یوشرکت ته اړتیا شته چې په دي برخه کې پانګونه وکړي.
د پروسې دواطلبی به په راتلونکو شپږ میاشتو کې ترسره شي او د 29 کال کې به په کابل ښار کې سیستم فعال شي ورپسې به بیا د هیواد لوی ښارونه لک کندهار، هرات ، مزار او جلال آباد کې فعال شي او په دریم کال کې به د هیواد ټول ولایتونو کې سیستم دیجیتل ته بدلون ومومي. او په راتلونکې دوکلونو کې به انالوګ سیستم و تړل شي.
ورپسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ښاغلي فراهی خبرې وکړي او د تلویزیونونو د انالوګ سیستم بدلون يي دیجیتل ته د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت یو لویه لاسته راوڼه ووبلله او د مخابراتو وزیر، کارکوونکو او د خصوصی تلویزیونو استازو ته يي مبارکې ورکړه ښاغلي فراهی وویل: په تیرو لسو کلونو کې د افغانستان په بیلابیلو برخکو کې پرمختګ شوي خو اساسی او عمده برخه یي د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجي په برخو کې دی. د دیجیتل سیستم په راتګ سره به زموږ دهیواد ډير خلک د تلویزیونو له خپرونو ګټه واخلي او ټول خلک به د دي سیستم په جوړیدو سره تر خپل نشراتي پوښښ لاندې راولي.
وروسته د خصوصي تلویزیونو استازو په وار سره خپل نظریات او وړاندیزونه د مخابراتو وزارت رهبري پلاوي ته په لاندې توګه وړاندې کړل:
دطلوع تلویزیون استازی:
- چې ضمانت وجود دارد که حکومت با ایجاد یک بهانه نشرات را از طریق این سیستم قطع نسازد.
- ایا شرکت که انتخاب میګردد توانايي ارائه خدمات را خواهد داشت.
دپښتو تلويزیون استازی:
- باید په یو ځل د انالوګ تلویزیون بند نشي او لږ تر لږه ۱۰ کلو ته اړتیا لري چې سیستم بدل شي.
- باید د غوښتنې فورمي جوړې شي چې کوم تلویزیون غواړي خپل سیستم دیجیتل ته واړوي.
- د کابل لپاره باید ټاکل شوي موده راکمه شي.
د میوند تلویزیون استازی:
- د نشراتو جواز چې ورکول کیږي دابه د زون په کچه وي د ولایت او که سرتاسري به وي.
- زماني جدول کې باید بدلون راشي او تلویزیونو ته وخت ورکړل شي.
د تمدن تلویزیون استازی:
- ۷۰ فیصد مردم زیرفقر زنده ګې میکند یا ګرفتن ستپ باکس یک بار اضافی نخواهد بود
- کمیسیون کې جهت تبدیل نمودن سیستم ایجاد میګردد ایا نماینده سکتور خصوصی در آن کمیسیون شامل است یا خیر؟ اګر شامل نباشد باید شامل ګردد.
دتنویر تلویزیون استازی:
- د انالوګ تراسمیترونو په سرنوشت به څه کیږي.
د شهر تلویزیون استازی:
- سرنوشت رادیو ها چې خواهد شد ایا از سیستم دیجیتل استفاده کرده میتواند یا خیر؟
د سبا تلویزیون استازی:
۱. وخت باید زیاد ورکړل شي ځکه تر هغو چې خپل ستدیو ګانو او پراګرامونه ته بدلون ورکو نو وخت ته اړتیا دی.
د شرکت استازی:
ترانسمیتری های موجود انالوګ به سیستم دیجیتل تبدیل شده میتواند و سیستم موجود را تقویه و بانصب سیستم دیجیتل ۴ یا ۵ تلویزیون انالوګ درین سیستم ایجاد میشود.
د وطندار تلویزیون استازی:
- که یو اپریتور موجود وي د تشویش وړه خبره دی.
په پایله کې پریکړه وشوه چې د اترا اداره د رواني میاشت په وروستیو کې یو ځل بیا د خصوصي تلویزیونو له استازو سره غونده ترسره کړي او د خصوصي تلویزیونو استازي خپل نظریات په لیکلي بڼه غونډې ته واړندې کړي.