د مخابراتو او معلوماتي‌ ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ملي احصایې له مالي او اداري مرستیال سره لیدنه وکړه

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۷:۱۵
MCIT Minister

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د ملي احصایې له مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حقاني او مل پلاوي سره د یادې ادارې د تثبیت هویت، الکټرونیکي تذکرې، د هېوادوالو او د پیژندپاڼې د نوبت دهۍ پر سیسټم او ورته نورو موضوعات خبرې وکړې.

ښاغلي وزیر صاحب اوسني وخت کې د سیسټمونو پر کارونې او د هغې پر اهمیت خبرې وکړې او همدار راز زیاته یې کړه چې اوس مهال له هر وخت ډېر له وسایلو او تخنیک پرته کار کول ستونزمن دي او مونږ باید پرمختللي سیسټمونه ولرو چې په مټ یې هېواد کې امارتي برخو سربېره عامو هېوادوالو ته پرې چوپړتیاوې وړاندې کړو.

دې ناسته کې د ملي احصایې مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حقاني مننه وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي ټیمونه ورسره وخت په وخت د ستونزو په حل او د سیسټمونو په حفظ او مراقبت کې همکار پاتې شوي او مرسته یې کوي، د دوی په خبره اوس مهال دوی یو شمېر سیسټمونو ته اړتیا لري چې له مخې یې د دوی چارې ګړندۍ او سهولتونه ورسره منځ ته راتلای شي ښاغلي عبدالسلام حقاني وویل د دوی د پخوانی سیسټم اپګرېډ (ارتقاء) ته اړتیا لري او په دې برخه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مرسته اړینه ده چې یاد سیسټم کولای شي د هېواد داخلي څانګو سربېره بیرون مرزي خدمات وړاندې کړي چې د مسافرو هېوادوالو ډېری ستونزو حل ورپورې تړلی دی.

د ښاغلي عبدالسلام حقاني په خبره دوی له مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت څخه د هېوادوالو د هویت تثبیت، الکټرونیکي پیژندپاڼې او د الکټرونیکي پیژندپاڼې د نوبت دهۍ د سیسټمونو د ایجاد،  ارتقاء او په سیسټم کې د نویو سهولتونو د ډیرولو غوښتنه کوي.

ورته مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د ملي احصایې مالي او اداري مرستیال او راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي پرسونل او د ډیجیټلي حکومتولۍ عمومي ریاست به له دوی سره د نویو سیسټمونو په جوړولو او همداراز د ځینو هغو سیسټمونو چې اپګرېډ (ارتقاء) ته اړتیا لري پوره همکاري کوي او په دې برخه کې به یادې ادارې ته تخنیکي ټیم هم لېږل کېږي څو د سیسټم د سمې کارونې په موخه د دوی همکاران بلد کړي.

ښاغلي وزیر صاحب د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي رییس ښاغلي استاد پوهنیار عبدالرحمن ساپي ته یادې ادارې سره د سیسټمونو په جوړولو او او اپګرېډ کولو په موخه هدایت ورکړ او په دې برخه کې یې سپارښتنه وکړه چې د دواړو لوریو دې یو ګډ ټیم جوړ او وروستۍ نتیجه دې له مقام سره د هدایت د اخیستو په موخه شریکه کړي.

ښاغلي پوهنیار عبدالرحمن ساپي ډاډ څرګند کړ چې د مقام د هدایت له مخې به د ملي احصایې د نویو ضرورتونو په اساس د سیسټمونو جوړولو ته اولویت او د یو منظم پلان له مخې به په تطبیقاتو کې پوره مرسته او همکاري کوي.

د یادونې وړ ده چې اوس مهال د پورته ذکرشویو سیسټمونو حمایوي چارې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت لخوا وړاندې کیږي چې هیوادوالو ته د خدماتو په ورکړه کې موثر رول لوبوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیکا کې د څلورو نویو مخابراتي سایټونو تخنیکي سروی ترسره شوه

د شکین ولسوالۍ په رډانو او بازار سیمو، د ګیان ولسوالۍ په ولي‌وست سیمه او د نعمت‌اباد ولسوالۍ په...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

نورستان کې د مخابراتي شبکو له برېن‌شاپونو څارنه ترسره شوه

د نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او اترا ادارې ګډ تخنیکي ټیم د دغه ولایت په کچه د مخابراتي شبکو اړوندو برېن‌شاپونو او نمایندګیو څخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۵۶
Background image

په نیمروز کې ۸۰ غیرقانوني ایراني سیمکارتونه ضبط شول

د نیمروز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اترا مدیریت د معلوماتو له مخې، د زرنج ښار په مربوطاتو کې...

بېرته خبرونه ته