د مخابراتواو معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې ۱۷۵ تنو ته د فراغت سندونه ورکړل شول

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د رڼا  پوهنتون ۱۷۵ تنو ته  د فراغت سندونه د یوې غونډې په ترڅ کې د کابل ستار په هوټل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي امیرزی سنګین په ګدون جوړه شوې وه ورکړل شول.

په یاده غونډه چې په همدې اړوند د کابل ستار په هوټل کې جوړه شوې وه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي امیرزي سنګین، ددغه وزارت مرستیالانو او رهبري پلاوي، د پوهنتونونو رئیسانو او د رسنیو استازو په کې گډون کړی و.

په پیل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي امیرزي سنګین محصلینو ته د هغوی د فراغت په مناسبت  مبارکي وویله او زیاته یې کړه ډیر خوښ یم چې یو ځل بیا د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د کادرونو او متخصصینو د فراغت په دې جشن کې ګډون کوم او د ویاړ او خوښۍ ځای دی  چې بیا هم د هیواد ۱۷۵تنه د معلوماتي ټکنالوجۍ انجنیری په برخه کې د فراغت سندونه ترلاسه کوي.

ښاغلي سنګین زیاته کړه: چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له یوې خوا د نوي او مډرن تکنالوجۍ په واردولو هڅه کړې په ورته وخت کې د وړتیاو د لوړولو په برخه کې هم اړین اقدامات تر سره کړي دي.

هغه وویل: چې په همدې موخه د هیواد په ټولو ولایتونو کې د معلوماتي ټکنالوجۍ د زده کړې مرکزونه او همدارنګه د سیسکو اکاډمی یې جوړې کړي دي.

همدارنګه ښاغلي امیرزي سنګین زیاته کړه د تعلیمي سویې کیفیت ډیرمهم دی او مونږ ټول په ځانګړې توګه ځوانان په ګډه کوښښ وکړو  ترڅو زمونږ ګران هیواد د لوړې علمي او مسلکي کچې څخه برخمن شي او زمونږ تاریخي هیواد د ګاونډیو هیوادونو په سر کې ځای ونیسي. نوموړي په آخر کي یو ځل بیا د نویو فارغ شویو کادرونو ته مبارکي وویله او د لا ښه خدمت هیله یی ورڅخه وکړه.

په پای کې یو تن فارغ شوي محصل د هیواد په تحصیلي چارو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر او د وزارت رهبری پلاوي د پاملرنې  څخه د مننې په څرګندولو سره ژمنه وکړه چې هیواد ته د خدمت په لاره کې به د خپلې پوهې او توان په پوره توګه پکار واچوي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۳۵
Background image

دپروان ولایت سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ کې د اتصالات مخابراتي شرکت یوسایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د هیواد لېرو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو چمتو کولو په موخه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۵۷
Background image

کونړ ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدماتو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې په یاد ولایت کې هغه شرکتونو چې د پوسټي خدمتونو په برخه کې یې فعالیت کاوه سپارښتنه و شوه تر څو غیر قانوني پوستي...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۵۳
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ په نندارتون کې د علمي څېړنیزو پریزنټېشنونو د ګډون اعلان (Research Presentations from Academia)

د دې پروګرام موخه د پوهنتونونو، علمي څېړنیزو مرکزونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ د صنعت ترمنځ...

بېرته خبرونه ته