د مخابراتواومعلوماتي ټکنالوجۍ نړیواله ورځ ولمانځل شوه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ نړیواله ورځ د ( کلیوالو سیموته د مخابراتي او انترنتي خدمتون رسول )تر عنوان لاندې د دولت درسنیو دغونډو په تالار کې د یوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه .غونډه د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت او ملي سرود په خپریدو سره پیل  شوه.

د می میاشتې ۱۷مه په نړی کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ  د ورځ په توګه لمانځل کیږي دغه ورځ نن په هیواد کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ  د وزارت له خوا ولمانځل شوه .

په همدې اړوند جوړه شوې غونډه کې  دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر ښاغلي انجنیر امیرزي سنګین ، دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت رهبری هئیت ، دولسي جرګې او مشرانو جرګې د مواصلاتو او مخابراتو د کمیسونونو رئیسانو او غړو ، دوزارتونو استازو د ولسې جرګي منشې ښا غلي عبدالقادر قلات وال او ځینو نورو لوړ پور دولتي چارواکو ، د خصوصي شرکتونو  او د رسنیو استازو ګدون کړی وو.

په پیل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ مالي او اداري مرستیال ښاغلي وهاب الدین سادات دښه راغلاست  وینا وکړه.

وروسته بیا یو لنډ فلم نندارې ته کیښودل شو ،چې  دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ  وزیرښاغلي امیرزین سنګین ته  د ۲۰۱۱ کال د GSMد نړیوالې جایزې  د ورکولو په هکله جوړ شوی و.همدارنګه وروسته بیا د ولسمشر ددویم مرستیال ښاغلي عبدالکریم خلیلي پیغام د نوموړي ددفتر رئیس لخوا ولوستل شوه.

وروسته بیا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د غونډې ګډونوالو ته هراړخیزه وینا واوروله او وې ویل: داورځ  د دې پخاطر لمانځل کیږي چې د نړیوالې ټولڼې تیلې کمونیکیشن اتحادیې ټول غړي  هیوادونونه ، د دغې ورځ د اهمیت باره کې خلکوته معلومات وړاندې کوي ترڅو خلک د معلوماتي ټکنالوجۍ په اهمیت پوه او په خپل ورځني ژوند کې ور څخه ګټه واخلي.

د دغې ورځ په لمانځلو کې هر کال یو ځانګړې موضوع ته پام اړول کیږي ،  چې سږکال  موضوع په ټوله نړۍ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ پراختیا په کلیواو بانډو کې وه. د احصایې له مخې د نړی تقریباً نمایي نفوس (۳) ملیارده خلک د ښارونو څخه د باندې په کلیو او بانډو کې ژوند کوي او د معلوماتي ټکنالوجۍ زیاته پراختیا په ښارونو کې شوی ده، او هغه کسان، چې په کلیو کې ژوند کوي په ډیرو هیوادونو کې د مخابراتي اومعلوماتي ټکنالوجۍ له اسانتیاو څخه محروم دي .ښاغلي سنګین زیاته کړه:زه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د یو رښتیني انقلاب او تحول شاهد یم . په نړی کې د مخابراتو په برخه کې خصوصاً په دو برخوکې مبایل تیلفون او بل د انترنت  په برخه کې،چې دغو دوو برخوکې  په رښتیا  هم ډیر زیات بدلون  راغلی، چې تصور یې هم نه  شو کولای .“

دغه راز ښاغلي سنګین وویل : چې دغه ټول بدلونونه له پیل څخه  تر اوسه پوری په (۲۵ ) کلونو کې شوی په نړی کې (۵) ملیارده کسان  تیلفون لري ،چې د نړۍ ټول نفوس ۶،۸ ملیارد وګړي دي، چې یو زیات  شمیره یې ماشومان او یو شمیر نور بیا هغه کسان دي، چې له تیلفون څخه کار نشي اخیستلای، دا په دې، معنا ده چې د نړی هر وګري یو تیلفون لري .همدا راز ښاغلي امیرزي سنګین د انترنت په برخه کې هم دورته موضوع یادونه وکړه،چې  دانترنت خدمتون هم په کال ۱۹۸۴ که په فعالیت  پیل وکړ او په  ۱۹۹۵کال کې خلکو عملاً له انترنت څخه ګټه واخیستله ،چې دا صرف  ۱۶ کال کیږي او ما هم ۱۶ کاله وړاندې د لومړي ځل لپاره د انترنت څخه استفاده وکړه ،د انترنت ګته اخیستونکې (۲) ملیارد خلکو ته رسیږي چې په دومره لنډ وخت  کې د مبایل او انترنت په برخه کې دومره  لوی تحول په  رښتیا چې هم یو لوی تحول دی. ښاغلي سنګین په افغانستان کې د مخابراتي خدمتونو په اړه رڼا واچوله او وې ویل:

په افغانستان کې پخوا د مخابراتو په برخه کې یو څه  کار شوی وو خو د تېرو جګړو له امله ټول پخواني تاسیسات له منیځه لاړل، خو د نوي   نظام په راتک سره هغه وخت چې  په افغانستان کې مخابرات هیڅ موجود نه وو، او په ډیر لنډ وخت کې تقریباً  د(۸) کلونو په موده کې ډیر زیات پرمختګ  رامینځته شوی، چې د نړی په کچه د غه پرمختګ ساری نه لري  د نړی په هیڅ هیواد کې هم په دومره کم وخت کې دومره ډیر پرمختګ نه دی شوی، موږ ویلي شو، چې افغانستان دګاونډیو هیوادونو په پرتله وړاندې او یا هم برابر  دی.

همدا شان د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوجۍ سر پرست وزیر ښاغلي امیرزي سنګین د  GSMد نړیوالی ټولڼی له خوا افغانستان ته د ۲۰۱۱ کال د جایزي د ورکولوپه اړه وویل :چې سږکال دافغانستان حکومت ویاړ لري چې ۲۰۱۱کال د GSMنړیواله جایزه چې هر کال د GSMد نړیوالي ټولڼي لخوا د نړي هیوادونوته ورکول کیږی ،دغه  ویاړ د افغانستان حکومت او خلکو په برخه شو ،د جایزي د ورکولو پخاطر درې معیارونه وو،چې  لید لوری ، جرئت او روڼوالی په پام کې نیول شوی و.

 چې د افغانستان حکومت په دغو دریو برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی و، چې دغې کمیټې دغو دریو ځاګړتیاو ته په پام کې نیولو سره پریکړه وکړه چې  د ۲۰۱۱ م کال د GSMنړیواله جایزه افغانستان ته ورکړي.

ښاغلی امیرزي سنګین د عایداتو په برخه کې وویل :د ۱۳۸۶ کال عاید (۸۵) میلیونه ډالره د ۱۳۸۷کال عاید (۱۰۵ ) ملیونه ډالره د ۱۳۸۸ کال عاید (۱۲۹ ) میلونه ډالره وو ،چې سږ کال مو عاید د ( ۱۴۰ ) تر (۱۵۰ ) میلون ډالر پورې اټکل کړی دی.همدارنګه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر زیاته کړه:چې ډیرو کسان  د رادیو او تلویزیون فریکونسي غو ښتونکي دي  چې موږ د کابل په ښار کې  نور د رادیو او تلویزیون فریکونسی نه لرو،چې داستونزی به د کیبلی شبکو له لارې حل شي او همداراز د کیبلي شبکو نشرات هم باید کنترول شی او  په دې برخه کې موږ د اطلاعات او فرهنګ وزارت سره باید کار وکړو ترڅودغه ستونزه حل شي.

هم داراز امیرزی سنګین وویل : لرو پرتو سیمو ته مو چې د مخابراتي خدمتونو څخه بی برخې دي  (۳۰ ) ملیونه امریکايي ډالره ځانګړي کړي ، چې په نږدې راتلونکې  کې به د مخابراتي خدمتونو برخمن شي.

ښاغلی امیرزي سنګین زیاته کړه چې په پام کې لري چې د هر افغان په نامه یوه شمیر جوړه کړو او دغه شمیره به ورسره د ژوند تر پایه پورې وی او کولای شي ، چې له دغې شمیرې نه ټولو شبکو څخه استفاده وکړي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۵:۸
Background image

د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس په محمد اغې ولسوالۍ کې له مخابراتي خدمتونو بې برخې سیمو څخه لیدنه وکړه

مخابراتي او انټرنیټي اسانتیاوو ته د نه لاسرسي له امله د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ د برګ کلي د خلکو د پرله پسې شکایتونو غوښتنو پر بنسټ...

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۴:۴۰
Background image

د کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز د ټکنالوجۍ په نویو وسایلوسمبال شو

په هغه مراسمو کې چې په همدې موخه د کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په ریاست کې جوړ شوي...

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۴:۲۹
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داخلي پلټنې رئیس د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له ریاست څخه لیدنه وکړه

د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له رئیس او کارکوونکو سره وکتل او...

بېرته خبرونه ته