د لوګر ولایت په بیلابیلو سیمو کې د روشن مخابراتي شرکت نوی سایټونه جوړیږي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې او د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او روشن مخابراتي شبکې د ګډو هڅو په ترڅ کې، د روشن مخابراتي شرکت نوي مخابراتي سایټونه به د لوګر ولایت دارالعلوم، پل علم ښار پخواني بارګین، سر معلم کلي، چرخ ولسوالۍ نږدې کلي، او د محمدآغې ولسوالۍ د مس عینک نږدې ساحو کې نصب او جوړ شي.
د یادو سایټونو فعالیدو سره به د لوګر ولایت مرکز او یادو ولسوالیو اوسیدونکي د لوړ کیفیت مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او په دې برخه کې خپلې مخابراتي او انټرنیټي ستونزې حل کړي.