د لغمان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز څخه ۴۱ تنه زدکوونکي فارغ شول

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۵:۳۸
مخابرات ولایت لغمان

لغمان ولایت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز له ۲۴ مې دورې څخه ۴۱ تنه زده کوونکي فارغ شول، یادو زده‌کوونکو ته د مجربو ښوونکو له لوري د ټکنالوجۍ او کمپیوټر په برخه کې شپږمیاشتینۍ زده کړې ورکړل شوي چې پر مټ به یې وکولای شي تر ډېره بریده د ټکنالوجۍ او کمپیوټر په برخه کې خپلې ستونزې حل کړي.

په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د لغمان ولایت مرستیال والي او یو شمېر مخورو، قومي مشرانو او د بیلابیلو حکومتي ادارو مسؤلینو هم ګډون کړی وو او په ګډه یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له مشرتابه او د یاد ریاست له هلو ځلو یې مننه وکړه چې د وخت مطابق یې د دې ولایت ځوانانو ته د ټکنالوجۍ د زده کړې آسانتیاوې برابرې کړي.

مرکز آموزشی مخابرات ولایت لغمان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اوسني عصر اړتیا او د ټکنالوجۍ ارزښت ته په کتو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کمپیوټر د زده کړې علمي مرکزونه جوړ کړي چې د مجربو ښوونکو له لوري هېوادوالو ته پکې په علمي او عملي ډول تدریس کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته