د غور ولایت د پسابند ولسوالۍ سیني سیمه کې د سلام مخابراتي شبکې نوی مخابراتي سایټ فعال شو
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د سلام شبکې نوی مخابراتي سایټ د غور ولایت د پسابند ولسوالۍ سیني سیمه کې فعال او ګټې اخیستنې ته وسپار ل شو.
د دغه مخابراتي سایټ په فعالېدو سره د یادې سیمې شاوخوا ۷۰۰۰ تنه وګړي چې تر اوسمهاله له مخابراتي خدمتونو بې برخې وو د سلام مخابراتي شبکې تر پوښښ لاندې راغلل.
د یادونې وړ ده چې افغان ټلیکام مخابراتي شرکت تل هڅه کړې چې د هیواد ټولو برخو او په ځانګړي ډول لرو پرتو سیمو ته چې مخابراتي او انټرنتي خدمتونو ته لاسرسی نلري، د نویو سایټونو په جوړولو سره مخابراتي آسانتیاوې برابروي.
د یادونې وړ ده د یاد مخابراتي سایټ له فعالېدو سره د سیمې خلکو خوښي څرګنده کړه او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغې اقدام هرکلی یې وکړ