د غزني ولایت د مخابراتو ریاست د پُستي دولتي او شخصي شرکتونو له مسؤلینو سره د پیژندګلوۍ او همغږۍ ناسته

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲ - ۱۳:۵۶
ولایت غزنی

دا غونډه د غزني ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس میرحسین طنین په حضور، د افغان پُست شرکت لوی مدیر، د ایرو پارسل پُستي شرکت مسؤل او د باختر چټک پست مسؤل په ګډون د مخابراتو ریاست په دفتر کې ترسره شوه.

پدې غونډه کې ښاغلي طنین د شرکتونو له مسؤلینو څخه غوښتنه وکړه، چې د پُستي خدمتونو لپاره ځانګړي پاملرنه وکړي او د غزني ولایت د خلکو لپاره پدې برخه کې ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

همدا رنګه د مخابراتو رئیس د پُستي شرکتونو له مسؤلینو څخه غوښتنه وکړه چې د خپلو فعالیتونو ګزارش دې وړاندې کړي او که د دې ولایت د پُستي خدمتونو د پرمختګونو پر وړاندې کومې ستونزې وي مونږ ته یې په ګوته کړئ.

د شرکتونو مسؤلینو ښاغلي طنین ته د مقررۍ تر څنګ د ډېرې همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې مونږ به په ټول توان سره ټول پروګرامونه د دې ریاست سره په همغږۍ، خلکو ته د اسانتیاوو او د اغیزمنو خدمتونو په وړاندې کولو کې خپله هڅه کوو.

په پای کې ښاغلي طنین د پروسو او سیستمونو ډیجیټلي کولو ته په اشارې د پُستي شرکتونو له مسؤلینو څخه غوښتنه وکړه چې خپلې چارې د ډیجیټلي حکومتوالۍ، ښه والي، ګړندي کولو پر بنا تنظیم او عیارې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۵:۱۰
Background image

سږکال د بادغيس ولايت په بېلابېلو او په ځانګړي ډول محرومو سیمو کې ټولټال ۲۷ مخابراتي سايټونه فعال شوي دي

په ټوله کې د بادغیس ولایت بیلابیلو سیمو کې ۱۰۳ مخابراتي آنټنونه لګول شوي چې د انټرنټي او مکالماتي ستونزو د حل په برخه کې...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۳۳
Background image

زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې دوه ۴جي سایټونه جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شول

د هیواد محرومو سیموته د مخابراتی چوپړ برابرولو په موخه د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ په عمومي شاهراه، پښ کنده او...

بېرته خبرونه ته