د غزني ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز څخه ۶۲ تنه فارغ شول

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۵:۳۵
مخابرات ولایت غزنی

د غزني ولايت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له لوري د کمپيوټر او عصري علومو په برخه کې، له شپږ مياشتنيو زده کړو وروسته ۶۲ تنو زده کوونکو ته بري ليکونه وويشل شول.

په هغه غونډه کې چې همدې مناسبت جوړه شوې وه د غزني ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ په اوسني عصر کې د معلوماتي ټکنالوجۍ په ارزښت اړتیا خبرې وکړې.

مخابرات ولایت غزنی

د غزني ولایت د مخابراتو ریاست د دوه دېرشمې دورې ښوونیز پروګرام څخه ټول ۶۲ تنه زده کوونکو ته چې په ډله کې یې ۲۶ تنه د ښونځیو زدکوونکي او ۳۶ تنه د کثیرالرشتوي انسټيټوټ محصلین شامل دي، د فراغت سندونه تر لاسه کړل.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اوسني عصر اړتیا او د ټکنالوجۍ ارزښت ته په کتو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کمپیوټر د زده کړې علمي مرکزونه جوړ او د ټکنالوجۍ په پرمختللو وسایلو سمبال کړي چې د مجربو ښوونکو له لوري هېوادوالو ته پکې په علمي او عملي ډول تدریس کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته