د عوایدو راټولولو او سوداګريزو جوازونو اخيستلو لپاره د آسان خدمت لومړی مرکز پرانېستل شو

Author image
Alireza Khaliqyar
چهارشنبه ۱۳۹۷/۱۰/۱۲ - ۱۲:۴۳
افتتاح اولین مرکز آسان خدمت برای جمع آوری عواید و جواز های تجارتی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن د ماليې وزارت سرپرست وزیر محترم ډاکټر محمد همايون قيومي په ملتيا د عوایدو راټولو او عامه خدماتو لپاره د آسان خدمت لومړنی مرکز پرانېست.

په دغه مرکز کې به د وړو او منځنیو مالیه ورکوونکو سربېره د پانګه اچوونکو لپاره د پیسو د تحویلولو په موخه بانکي آسانتیاوې، د سوداګریزو جوازونو او د کار د جوازونو ترلاسه کولو آسانتیاوې د یو سوداګریز کمپلکس په بڼه موجودې وي.

محترم شهزاد آريوبي وویل، د مخابراتو وزارت آسان خدمت اداره هڅه کوي چې د عامه خدماتو پروسې ساده او اسانه کړي، هېوادوالو او پانګوالو ته د ماليې ورکولو په برخه کې اسانتياوې رامنځته کړي او ددغه مرکز جوړول يې یوه بېلګه ده.

دا مرکز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له خوا په عصري ټکنالوژۍ او د سګټاس په سیستم سمبال دی چې ټول کارکوونکې د اسان خدمت ادارې له خوا روز شوي .

ښاغلي اريوبي ددغه مرکز د پرانېستې په مراسمو کې زیاته کړه چې د مخابراتو وزارت غواړي ددغه مرکز سره انلاين خدماتو ته لاره برابره کړي، د بېمې خدماتو، TIN نمبر اخیستلو او د پُستي خدماتو لپاره هم زمینه سازي هم وکړي
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۲:۷
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او اټرا ادارې کارکوونکو د هېواد ختیځو ولایتونو زلزله ځپلو سره نقدي مرسته وکړه

د هېواد ختیځې برخه کې د وروستۍ زلزلې له امله چې ګڼ شمېر هېوادوال پکې شهیدان، ټپیان او مېنې یې...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۱:۱۸
Background image

د دایکندي ولایت پاتو ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ ظرفیت ۴جی ته لوړ شو

د هېواد کې د مخابراتي سایټونو کیفیت لوړولو په موخه د دایکندي ولایت پاتو ولسوالۍ اړونده سیمو کې...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۹:۴۱
Background image

د غور ولایت تیورې ولسوالۍ کې د پینځه مخابراتي سایټونو د جوړولو سروې ترسره شوه

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د پینځه مخابراتي سایټونو د نصب په موخه سروې...

بېرته خبرونه ته