د ظرفیتونو لوړولو او د ګرځنده تلیفون له لیاري د حکومتداري د ۶ پروژو قرارداد لاسلیک شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجئ وزارت د وړتیا لوړولو او د مبایل ټلیفون له لاری حکومتولئ په برخو کې د شپږو پروژو قرار داد لاسلیک کړ. د دغه قرار داد موخه د یو ګډ پلاتفورم جوړول، د مبایل له لاری د حکومتی مشورتی خدمتونو وړاندې کول، د نوښت او ابتکار دود او کلچر رواجول او د IT په برخه کې د ۱۵۰۰ متخصص روزنه دی.

د مخابراتو او معلوماتی تکنالوجی تخنیکی مرستیال ښاغلی انجنیر بریالی حسام په هغه کنفرانس کې چې په همدې اړه نن یک شنبه د ۱۳۹۱ کال د لیندئ میاشتې په ۹ نیټه په دغه وزارت کې جوړ شوی وو وویل: یادې  پروژې موږ سره د بروډ بانډ نښلولو پراختیا یا چټک انترنیټ، په حکومتی چارو کې د مبایل څخه ګټه اخستنه ، د IT په سکتور کې د وړتیا په لوړولو، دکارموندنې او اقتصادی ودې په ساحو کې مرسته کوی. هغه زیاته کړه چې دا پروژې په شپږو کڅوړو کې ګټونکی موسسو ته ورکول کیږي.

لمړی پروژه:  د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت په پام کې لري چي د ګډپلاتفارم  پروژه عملي کړي، چي په هغي کي د ګرځنده تلیفون ۳۰ پروګرامونه د هیواد ټولو سکتورونو لپاره لکه روغتیا، ښوونه او روزنه، د کلیوپراختیا، امنیت، مالیه، ټرانسپورټ، ښاروالي، اوبه او بريښنا او داسي نورو کي تري ګټه واخیستل شي. د یادي پروژي په مرسته هیوادوال کولای شي چي د خپل ګرځنده تلیفون یا انټرنیټ په مټ په اتومات ډول د پورته یادو شویو سکتورونو پوري اړوند  پیغام ترلاسه کړي. د  داوطلبۍ د قانونی بهیر وروسته د دغې پروژې قرار داد  د UStronics امریکایی شرکت ته د (3’379’487.00 امریکایی ډالر) په ارزښت،  چې  د شرایطو وړ ټیټې بیې وړاندې کوي ورکول کیږي.

دویمه پروژه:  د مخابراتو وزارت په دي هڅه کې دی چې دمبایل له لاري حکومتداری خدمتونه تقویه کړي چې مخکې د IT برخه کې  ۴۰ تنه رئیسان د ترکيه په هیواد کې او ۸۲ نور د IT  کارپوهان په کابل کې روزل شوي دي چې د یادي پروژې په بهیر کې د مبایل لاری د حکومتداری خدمتونو ستراتيژی ، پالیسي او مقرري هم چوکاټ بندې شي . د داوطلبۍ د قانونی بهیر وروسته د دغې پروژې قرار داد  m- GCI برطانوی کمپنی  او د نیټ لینک افغاني کمپنی سره په ګډه د (535’913.00 امریکایی ډالر) په ارزښت،  چې  د شرایطو وړ ټیټې بیې وړاندې کوي ورکول کیږي.

دریمه پروژه: د مخابراتو وزارت په پام کې لري چي د نوښت کلتور په هیواد کې دود او ملاتړ يي وکړي. دا پروژه د هغو محصلانو او سازمانونو چي د دوی کړني د ټکنالوجۍ په برخه کې پرمختګ، نوښت او د ټولني لپاره ګټوري وي، د هڅونې جایزې په نظر کې نیول شویدي. د یادو جایزو ارزښت ۵ میلیونه ډالر کیږي او هغه خلکو ته به ورکول کیږي چي په یادو برخو کې نوښت او پرمختګ ولري چي دا جایزي به د دري راتلونکو کلونو په اوږدو کې ورکول شي. دا پروژه به د AIMS کمپنی له خوا تنظیمیږي چي یاده ادره به د ورکشاپونو، تخنیکی سیمینارونو، د زده کړو غونډي، د طوفاني مغز غونډي، سیمپوزیمونه، تلویزیوني ننداري، مطبوعاتي کنفرانسونه، رادیویي خپرونې او داسي نور کمپاینونه چي په هیواد کې د نوښت د کلتور په پراختیا کې رغنده رول ولري په لاره واچول شي.  د داوطلبۍ د قانونی بهیر وروسته د دغې پروژې قرار داد  د AIMS کمپنی ته،  د (526’761.00امریکایی ډالره) په ارزښت،  چې  د شرایطو وړ ټیټې بیې وړاندې کوي ورکول کیږي.

څلورمه پروژه :د مخابراتو او معلوماتی تکنالوجی وزارت د مهارتونو د لوړتیا لپاره بیلابیل پروګرامونه په لاره اچوي چې موخه یي د IT   په برخه کې په پرمختللي ډول وړتیا لوړه شي د دغه پروګرام له لاري ۱۵۰۰ کسان د IT   متخصص  روزي او لاندې ۳ شرکتونه چې  د داوطلبۍ د قانونی بهیر وروسته  د شرایطو وړ ټیټې بیې وړاندې کوي ورکول کیږي.

  • د کاردان دلوړو زده کړو موسسه  د 204,081.00  ډالرو په بدل کې
  • د انفوتک سنګاپور موسسه د  215,053.00  ډالرو په بدل کې
  • د رنا  تکنالوجی انترپرایس (RTE) موسسه د 204,081.00 ډالرو په بدل کې

دا پروژې د نړیوال بانک له خوا تمویلیږی او د تړون د لاسلیکیدو وروسته په کار پیل کوی چي د مخابراتو او مالوماتی ټکنالوجۍ وزارت ICT پراختیایی پروژې تر نظارت لاندې پلی کیږی.

د یادولو وړ ده چې دغه پروګرام د الکټرونیکی حکومتولئ په لور، د معلوماتو ملی مرکز او الکټرونیکی تذکرود کار د پیل څخه وروسته لوی ګام دی چې د مخابراتو وزارت له خوا ترسره کیږي.

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او...

بېرته خبرونه ته