د سیستم جوړونې ریاست بیرته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت برخه شوه

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۶ - ۱۱:۳۱
MCIT Image

د اترا، افغان ټلېکام او افغان پُسټ ادارو له یو ځای کېدو وروسته د سیستم جوړونې ریاست چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له بدنې جلا او ملي احصائیې سره یو ځای شوی و بیرته د وزارت برخه شوه .

د معاشاتو او د تشکیل د تنظیم کمیسیون، د وزارت د اوسنۍ رهبرۍ له وړاندیز او د دواړو اړخونو د متخصصینو له تحقیق، ارزونې او ناستو وروسته اړوندو مسؤلینو داسې پرېکړه وکړه :‏ د سیستم جوړونې ریاست له خپلو ټولو مسلکي کادرونو، توکو او اسبابو سره دې بیرته د تېر په څېر د ۲ میاشتو په موده کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت برخه شي، او وزارت دې د سیستم جوړونې ریاست ته ۱۴۰۱ هـ ش مالي کال په تشکیل کې ځای ورکړي .

دا پرېکړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي مولوي نجیب الله حقاني په هلو ځلو او د رئیس الوزرا د مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي او مؤظف هیأت له تصمیم نیونې وروسته د مخکینیو او د نویو منځ ته راغلو اداراتو په مؤثره ډول د ارزونې لپاره ترسره شوې .

تمه ښودل شوې د سکټوري برخو یو ځای کېدل به د کارونو پر چټکتیا او د مؤثریت په برخو کې مثبتې نتیجې له ځانه سره ولري

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۵ - ۱۰:۲
Background image

مالیاتي برخه کې د هېوادوالو د عامه پوهاوي د لوړولو او د مالیې د ورکړې د ژمنتیا لپاره د مالیې اونۍ ونمانځل شوه

مالیاتي اونۍ شنبې ورځ د جدي یا مرغومي میاشتې پر ۲۵مې نېټې د مالیې وزارت له لوري چې د اسلامي امارت...

یکشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۹ - ۱۳:۵۰
Background image

د افغان پوسټ شرکت د کال د وروستۍ ربعې عواید او ټرافیک

وروستیو درېیو میاشتو کې افغان پوسټ ریاست ۳ لکه ۵۰ زره او ۵ سوه ۳۵ برېښنايي پیژندپاڼې، شخصي او رسمي مراسلات، د بهرنیو چارو وزارت...

دوشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۶ - ۱۱:۳۱
Background image

د سیستم جوړونې ریاست بیرته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت برخه شوه

د اترا، افغان ټلېکام او افغان پُسټ ادارو له یو ځای کېدو وروسته د سیستم جوړونې ریاست چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له بدنې جلا او ملي احصائیې...

بېرته خبرونه ته