د سيم کارتونو د راجسترېشن په طرزالعمل بحث وشو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

 د مخابراتو او مالوماتي ټيکنالوژۍ د سرپرست وزير انجينر سيد احمد شاه سادات په مشرۍ د په ټول هېواد کې د سيم کارتونو د ثبتولو په کړنلاره بحث وشو. لومړی د طرزالعمل ټولې مادې تر بحث لاندې ونيول شوې. د تخنيکي او حقوقي سلاکارانو نظرونه واورېدل شو او لازمې لارښوونې ورته وشوې. د دغه کړنلارې په نهايي کېدو به په ټول هېواد کې د ټولو مخابراتي شبکو د سيم کارتونو ثبت پيل او د کاروونکو هويت به يې مالوم وي. د دې طرزالعمل په پلي کېدو سره به مخابراتي شرکتونه مکلف وي چې بازار ته يواځې غير فعال سيم کارتونه وړاندې کړي، چې د مالومو او جواز لرونکو نمايندګيو لخوا د ثبت وروسته به فعاليت کوي. 

د يادونې وړ ده چې د سيم کارتونو په راجسترېشن سره به د جرمونو کچه ټيټه، امنيت بهتر، اړيکې مصونې او عايدات زيات شي. 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته