د سمنګان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ام ټي ان مخابراتي شرکت مسئولینو ترمنځ غونډه وشوه
د سمنګانو ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ اترا ادارې نماینده د ام ټي ان مخابراتي شرکت مسئولينو ترمنځ د ښو مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو د ترسره کولو په موخه غونډه ترسره شوه.
په دې ناسته کې د سیم کارتونو ثبت په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اترا ادارې کړنلارې پلي کولو، د سیم کارتونو پلور څرنګوالی، او د مخابراتي او د پیرودونکو شکایتونو او ستونزو ته پر وخت رسیدنې په اړه خبرې وشوې.
په دې ناسته کې سپارښتنه وشوه چې ام ټي ان مخابراتي شرکت د پورته یادو شويو مسائلو د حل لپاره عملي ګامونه واخلي او خپل خدمات دې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اترا ادارې د اصولو او کړنلارو له مخې وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده چې د ام ټي ان مخابراتي او انټرنیټي شرکت استازی د مخابراتو ریاست او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا ادارې له دوامدارې همکارۍ مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې ټولې کړنې به د اصولو او کړنلارې سره سم ترسره کوي.