د سلام مخابراتي شبکې د پیریدونکو جذبولو ظرفیت ۶.۱ میلیون ته لوړیږی.

Author image
Alireza Khaliqyar
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۷/۱۷ - ۱۵:۳۴
افزایش ظرفیت شبکه مخابراتی سلام تا حدود ۶.۱ میلیون مشترک

نیټه: د تلې ۱۷ مه، ۱۳۹۷ ځای: د حکومت د رسنیو مرکز
د سلام مخابراتي شبکې د پیریدونکو د جذبولو ظرفیت د لوړولو په موخه د ZTE له نړیوال شرکت سره هوکړه لیک لاسلیک شو
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد اریوبي پدې په جوړو شوو مراسمو کې وویل چې ددې هوکړه لیک په تطبیق سره به چې کابو اته میاشتی وخت نیسي، د سلام مخابراتي شبکې د جذب ظرفیت به له دریو میلیونو پیریدونکو څخه څه د پاسه شپږو میلیونو پیریدونکو ته لوړه شي.
ده زیاته کړه د سلام مخابراتي شبکه به وتوانیږي چې د مخابراتي او انتږټرنیټي خدماتو کیفیت لوړ او لری پرتو سیمو ته وغزوي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۷/۱۲/۲۱ - ۱۴:۴۳
Background image

د انلاین پاسپورټ سیستم پرانیستل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي، د کورنيو چارو سرپرست وزیر محترم مسعود اندرابي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مشرتابه، د آسان خدمت ادارې او پاسپورټ رياست. . .

دوشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۲۰ - ۱۸:۴۱
Background image

نن مو افغانستان اسلامي جمهوري دولت جمهور رئیس جلالتمآب محمد اشرف غني ته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لاسته راوړنو او فعالیتونو کلنی راپور وړاندې کړ.

جلالتمآب جمهور رئیس زموږ د فعاليتونو او لاسته راوړنو د ستاينې تر څنګ زیاته کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د عوايدو د زیاتېدو، د عامه خدماتو د اسانتياو، د الکټرونيکي. . .

یکشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۱۹ - ۱۳:۱
Background image

د افغان پُسټ او نوي کابل بانک ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

نن د افغان پُسټ او نوي کابل د مسؤولينو تر منځ د همکاريو د پراختيا هوکړه ليک لاسلیک شو چې ددغه هوکړه لیک پر اساس به افغان پُسټ د افغانستان ټولو ولایتونو ته د نوي کابل بانک کڅوړې، مراسلات. . .

بېرته خبرونه ته