د سلام مخابراتي شبکې د مکالماتي کڅوړو بیه 50٪ راټیټه شوې

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۹ - ۱۰:۵۹
شبکه سلام

سلام شبکی لپاره راتلونکي کال ته ۴۰۰ نوي آنتنونه په پلان کې نيول شوي دي چې د پوښښ ساحه به یې پراخه شي. همدارنگه سلام ‏شبکی، د عوایدو د ډېروالي او ښه خدماتو لپاره د بازارموندنې نوې طرحه پلان کړې، د انترنیت کیفیت او بنډلونو نرخ کې ستر ‏تغیر ليدل کيږي،چې،‎ ‎د سلام شبکې ‏غږيزو کڅوړو څخه نورو شبکو ته د ۵۰% نه زیاد کمی راغلی دی چی په نارمل ‏اړیکی کی دقیقه ۲.۵ افغانی او په دی کڅوړو کی ۱.۲ افغانی کیږی، بريښنايي ‏کريدت(‏Me2U‏) سیستم د پيريدونکو لپاره د لا ‏ښه خدماتو په پار نوی شوی دی.

په ټوله کې د مکالمو بیې تر ټولو شرکتونو ټيټې دي. د افغان تیلیکام رهبرې پلان کې ‏لري ‏چې د غیرقانونې سیمکارټونو مارکیټ صفر کړي.

د افغان ټیلی کام او سلام مخابراتې شبکې د نوې رهبرۍ په راتګ او لارښوونه ‏د غږيزو او انټرنیټي خدماتو کیفیت کې له ‏تخنيکي اړخه ۳۰ سلنه مثبت تغیر راغلی. چې د اترا د طرزالعمل مطابق تر یو ‏لک پورې سیمکارټونه د پيرودونکو لپاره عرضه شوي دي، د اګست میاشتې څخه ‏وروسته په تدریجې توګه ۲۰ سلنه پلور ‏زیات شوی او له ۲۰ تر ۲۵ سلنه استفاده کوونکي هم ډېر شوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته