د "سلام" شبکې له مختلفو برخو ليدنه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او مالوماتي ټيکنالوجۍ سرپرست وزير د سلام شبکې له مختلفو اداري، تخنيکي او تجارتي برخو څخه ليدنه وکړه. سرپرست وزير د سلام له کارکوونکو او اړوند برخو له مسولينو د "سلام" د اوسني وضعيت په اړه خبرې واورېدې او هم يې د اړوند څانګو ارزونه وکړه. تر څنګ يې د افغان ټيليکام د IT برخې، مرکزي پوسته خانې او د مخابراتو وزارت له تخنيکي ميوزيم څخه هم ليدنه وکړه. 

اړوند مسولينو ته يې د خدماتو او بهتره مديريت په اړه لازمې لارښوونې وکړې. د سلام او افغان پوسټ لپاره په راتلونکې کې د موډرنو ودانيو او ښه رقابت لپاره د نويو طرحو برابرولو په اړه هدايات وشو.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۳۵
Background image

دپروان ولایت سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ کې د اتصالات مخابراتي شرکت یوسایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د هیواد لېرو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو چمتو کولو په موخه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۵۷
Background image

کونړ ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدماتو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې په یاد ولایت کې هغه شرکتونو چې د پوسټي خدمتونو په برخه کې یې فعالیت کاوه سپارښتنه و شوه تر څو غیر قانوني پوستي...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۵۳
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ په نندارتون کې د علمي څېړنیزو پریزنټېشنونو د ګډون اعلان (Research Presentations from Academia)

د دې پروګرام موخه د پوهنتونونو، علمي څېړنیزو مرکزونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ د صنعت ترمنځ...

بېرته خبرونه ته