د ساینس او ټیکنالوجۍ په اړه د اسلامي هېوادونو د سازمان لومړۍ سرمشریزه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او مالوماتي ټیکنالوجۍ سرپرست وزیر شهزاد اریوبي نن د قازقستان په استانه کې د ساینس او ټیکنالوجۍ په اړه د اسلامي هېوادونو په سرمشریزه کې ګډون وکړ. 
سرپرست وزیر په دې اړه د وزیرانو ګډې غونډې ته وینا وکړه. د اسلامي هېوادونو د سازمان مشر او د قازقستان له ولسمشره یې د دې مهمې ناستې د تنظیمولو مننه وکړه. د ساینس او ټیکنالوجۍ په ارزښpت او په دې برخه کې د مسلمانانو په تاریخي رول او لاسته راوړنو یې رڼا واچوله. 
سرپرست وزیر وویل چې ساینس او ټیکنالوجي د مسلمانانو له لاسه ورکړی میراث دی چې د بیا خپلولو، پرمختګ او احیا لپاره یې باید ټول اسلامي هېوادونه په ګډه چټک ګامونه واخلي. 
سرپرست وزیر وویل، " که څه هم افغانستان د ترهه ګرو سره په مبارزې بوخت او په ډېره بده جګړه کې ښکېل دی، خو بیا هم د ټیکنالوجۍ په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لري. زمونږ ۸۰% خلک ګرځنده تلفون ته لاس رسی لري او ۹۰% خاوره مو تر پوښښ لاندې ده. د انټرنیټ بیې مو د یوه میګابایټ په سر د ۳۰۰۰ ډالرو څخه تر ۶۰ ډالرو را ټیټې کړي او دا مزل دوام کوي. مونږ ژمن یو چې حکومتولي مو الیکترونیکي بڼه خپله کړي او د دې لپاره لنډ مهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله پلانونه لرو"
هغه همدا راز د سایبري امنیت په اهمیت، پلانونو او په دې اړه په ګډ کار تاکید وکړ.

د وزیرانو په کچه ننۍ ناسته کې د ۲۰۲۶ م د ساینس او ټیکنالوجۍ د سرمشریزې لپاره په اجنډا هم خبرې وشوې.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۲۸
Background image

هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې داتصالاتو مخابراتي شرکت یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د یاد مخابراتي سايټ په جوړېدو سره به د لښکرګاه ښار بی ټي ون سیمې سربیره ډیری نیږدې سیمې له انټرنټي او مکالماتي...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۲:۳
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي ټیمونو له لوري یو شمېر امارتي وزارتونو کې د ظرفیت لوړونې پروګرام پیل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تخنیکي او مسلکي ټیمونو له لوري په بېلابېلو وزارتونو کې د ظرفیت لوړونې...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۱:۳۸
Background image

میدان وردګو ولایت کې د لوړ تناژ ترازوګانو سیسټم جوړ او تطبیق شو

د یاد سیسټم په تطبیق سره به نه یوازې چارې آسانه او چټکې شي بلکې له مخې به یې په قانوني ډول د غټو موټرانو د بار اندازه...

بېرته خبرونه ته