د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز څخه ۸۲ کسان فارغ شول

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۱۰:۴۴
مخابرات ولایت زابل

زابل ولایت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز له یولسمې دورې څخه ۸۲ کسان فارغ شول، دیادو زده کوونکوو په ډله کې دولتي کارکوونکي، د ښونځیو زدکوونکي او محصلین هم شامل دي چې د مجربو ښوونکو له لوري د ټکنالوجۍ او کمپیوټر په برخه کې شپږمیاشتینۍ زده کړې ورکړل شوي چې پر مټ به یې وکولای شي تر ډېره بریده د ټکنالوجۍ او کمپیوټر په برخه کې خپلې ستونزې حل کړي.

په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د زابل ولایت د امر بالمعروف محترم رئیس، په یاد ولایت کې د میرویس خان نیکه د شرعیاتو پوهنځی محترم رئیس او د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ محترم رئیس او یو شمېر مخورو، قومي مشرانو او د بیلابیلو حکومتي ادارو مسئولینو هم ګډون کړی و.

په دې مراسمو کې د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوي عبدالهادي یحیي په خپلو څرګندونو کې د غونډې ګډونوالوته وویل : د زابل د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست تاسو ځوانانو ته د کمپیوټري زده کړو د ترلاسه کولو لپاره له ټولو امکاناتو په ګټي اخیستني سره مجرب استادان، د زده کړو وسایل او تجهزات او مناسب چاپیریال برابر کړی.

تاسې ټول فارغ شوي ځوانان باید له ترلاسه شویو زده کړو څخه د نظام د پیاوړتیا، ټولنې ته خدمت او د هیواد د ابادولو په برخه کې اغیزمنه ګټه واخلئ. خپلو زده کړو ته دوام ورکړئ په ملي او اسلامي روحیه پوهه ترلاسه کړئ تر څو په راتلونکي کې د ټولنې د ښه خدمت جوګه شئ.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اوسني عصر اړتیا او د ټکنالوجۍ ارزښت ته په کتو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کمپیوټر د زده کړې علمي مرکزونه جوړ کړي چې د مجربو ښوونکو له لوري هېوادوالو ته پکې په علمي او عملي ډول تدریس کېږي.

دیادونی وړده چې د دغې غونډې په پای که د یادې دورې ټولو فارغ شویو فارغانوته د زابل ولایت د مخابراتواو معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري تصدیق پاڼې هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته