د دایکنډي ولایت په کیتی او کجران ولسوالیو کې د دوو نويو مخابراتي سایټونو د جوړولو سروې ترسره شؤه

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۱۴:۱۹
مخابرات دایکندی

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پر اساس د دایکنډي ولایت د مخابراتو ریاست، د ګډ مسلکي ټیم له لوري د نوموړي ولایت د کیتي ولسوالۍ په کیسو سیمه او کجران ولسوالۍ په زردګلان سیمه کې د ټي ډي اف لسمې پروژې په مرسته د سلام شبکې دوو نویو مخابراتي سایټونو د جوړولو لپاره سروې تر سره شوه.

د یادو مخابراتي سایټونو د جوړولو عملي چارې به ډیر ژر پیل شي چې په جوړیدو سره به یې د یادو ولسوالیو د اوسیدونکو مخابراتي او انټرنیټي ستونزې هوارې شي.

د یادونې وړده چې د سلام شبکې دیوه سایټ لیږد له سنګ شارک غونډۍ څخه بند سنګ غونډۍ ته د میکانیزم او کړنلارې مطابق د مایکرویف نښلولو او د مخابراتي خدمتونو د ښه والي په موخه بررسي ترسره شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

دایکنډي ولایت یو شمیر ولسوالیو کې د دریو مخابراتي سایټونو له رغنیزو چارو څخه څارنه وشوه

د سلام مخابراتي شبکې د دریو سایټونو چې د ټي ډي اف دلسمې پروژې...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۰:۲۵
Background image

د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې ذکر شوي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټ د قرارداد د شرایطو سره...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۹:۵۸
Background image

بېرته خبرونه ته