د دایکندي ولایت والي او وکیلانو د محمد فهیم هاشمي سره ولیدل

naweed_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۸ - ۱۶:۱۱
والی و وکلای دایکندی در شورای ملی و شورای ولایتی

د دایکندي ولایت والي ښاغلي احمد ضیا همدرد، د دغه ولایت یو شمیر وکیلانو او سناتورانو، د ولایتي شورا غړو نن چهارشنبه د ۱۳۹۹ کال د زمري میاشتې په ۸ نیټه د معلوماتي تکنالوجۍ، مخابراتو او ساینس سرپرست ښاغلي محمد فهیم هاشمي سره په یاد ولایت کې د مخابراتي ننګونو او انټرنټي خدمتونو ټیت کیفیت په اړه خبرې اترې وکړې

په دې ناسته کې د "سلام" شرکت عملیاتي رئیس ښاغلي بشر نیازي او د نوري فایبر شبکې رییس هم حضور درلود. د مخابراتي شرکتونو د خدمتونو ټیټ کیفیت، د شپې لخوا د ځینې سایټونو تړل، د سلام شرکت اړوند تجهیزاتو پراختیا او عصري کول او د دایکندي ولایت مرکز ته د نوري فایبر غزول هغه مهم مطالب او وړاندیزونه وو چې پرې بحث وشو

والی و وکلای دایکندی

همداراز د دایکندي ولایت د مخابراتو رئیس شته ستونزې او ننګونې او حل لارو په باب معلومات وړاندې کړ. په پای کې، د مخابراتو وزارت رهبري او اترا ادارې، د وزارت مشخصې او قانوني دندې ته په اشارې سره ژمنه وکړه چې د مجره، سیاه چوب او زردګلان سیمو مخابراتي خدمتونو ستونزې به ژر تر ژره حل کړي

اړونده چارواکو ژمنه وکړه چې د نړیوال بانک په ملاتړ سره، دوی په پام کې لري ترڅو په 1400 لمریز کال کې د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ له مرکز څخه د دایکندي مرکز ته 267 کیلومتره نوري فایبر وغزوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته