د خوست ولایت ګربزو ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۳:۵
ولایت خوست

د هېواد محرومو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د رسولو په دوام د خوست ولایت ګربزو ولسوالۍ  تودې چینې سیمه کې د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د سلام شبکې د یوه سایټ رغنیزې چارې چې موده وړاندې پیل شوې اوس مهال بشپړېدو ته نیږدې شوي دي.

د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او اترا ادرې استازو له لوري د یاد مخابراتي سایټ له نیږدې څارنه ترسره شوې او د چارو په بشپړولو کې یې قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې او د قرارداد معیار په پام کې نیولو ټینګار کړی.

د خوست ولایت ګربزو ولسوالۍ کې د یاد مخابراتي سایټ په فعالېدو سره چې د اترا ادارې د ټي ډي ایف لسمې پروژه کې دغې ولسوالۍ ته ځانګړی شوی و زیات شمیر اوسېدونکي له مخابراتي آسانتیاو برخمن شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۷
Background image

د شرکت خدماتی افغان پی د VAS جواز لیک د اسهامو د واګذارۍ (انتقال)

(څرنګه چې د افغان پی شرکت د اسهامو د واګذارۍ (انتقال) پروسه د مخابراتي خدمتونو د تنظیم په اداره (اترا) کې جریان لري، بناً ټولو اړونده مراجعو او اشخاصو ته د خپلو معاملاتو د تصفیې په موخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۲:۲۵
Background image

د لوګر ولایت مهاجرینو ښارګوټي کې د یوه مخابراتي آنټن د جوړېدو چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوي

یاد مخابراتي آنټن لوګر ولایت ته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رهبرۍ او...

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۵:۱۱
Background image

د ا.ا.ا اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې د هېواد ۱۳ وزارتونو ته، د اسنادو او مکتوبونو ډیجیتل مدیریتي سیستم په آزمایښتي ډول تشرېح شو

ریاست عمومی حکومتداری دیجیتلی وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی، به رهبری محترم الحاج حافظ محمد امین جان عمری معین مالی و اداری وزارت، به منظور تسریع امور و...

بېرته خبرونه ته