د خوست ولایت موسې خیلو ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۵:۲۸
Khost

د هېواد محرومو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د رسولو په دوام د خوست ولایت موسې خیلو ولسوالۍ کې د افغان ټیلی‌کام مخابراتي شرکت د سلام شبکې د یوه سایټ رغنیزې چارې چې موده وړاندې پیل شوې اوس مهال بشپړېدو ته نیږدې شوي دي.

د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او اترا ادارې استازو له لوري د یاد مخابراتي سایټ له نیږدې څارنه ترسره شوې او د چارو په بشپړولو کې یې قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې او د قرارداد معیار په پام کې نیولو ټینګار کړی.

د خوست ولایت موسې خیلو ولسوالۍ کې د یاد مخابراتي سایټ په فعالېدو سره چې د اترا ادارې د ټي ډي ایف لسمې پروژه کې دغې ولسوالۍ ته ځانګړی شوی او زیات شمیر اوسېدونکي له مخابراتي آسانتیاو برخمن شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیکا کې د څلورو نویو مخابراتي سایټونو تخنیکي سروی ترسره شوه

د شکین ولسوالۍ په رډانو او بازار سیمو، د ګیان ولسوالۍ په ولي‌وست سیمه او د نعمت‌اباد ولسوالۍ په...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

نورستان کې د مخابراتي شبکو له برېن‌شاپونو څارنه ترسره شوه

د نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او اترا ادارې ګډ تخنیکي ټیم د دغه ولایت په کچه د مخابراتي شبکو اړوندو برېن‌شاپونو او نمایندګیو څخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۵۶
Background image

په نیمروز کې ۸۰ غیرقانوني ایراني سیمکارتونه ضبط شول

د نیمروز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اترا مدیریت د معلوماتو له مخې، د زرنج ښار په مربوطاتو کې...

بېرته خبرونه ته