د جینوا دوه اړخیزه ځواب ورکولو چوکاټ لومړنۍ تطبیقي ناسته وشوه

Author image
Alireza Khaliqyar
یکشنبه ۱۳۹۷/۱۱/۱۴ - ۱۶:۳۶
د جینوا دوه اړخیزه ځواب ورکولو چوکاټ لومړنۍ تطبیقي ناسته وشوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن د ماليې وزارت په خیبر هال کې د جینوا کنفرانس تطبیقي شاخصونو لومړنۍ ناسته د ګډون تر څنګ يادونه وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په هر اړخیزه توګه د جینوا د ژمنو پلي کولو په پروسه کې همکاري کوي.

د دې ناستې د جوړېدو موخه د ۲۰۱۹- ۲۰۲۰ کلونو لپاره د جینوا دوه اړخیزه حساب ورکولو چوکاټ له سند سره سم د دولتي ادارو او د افغانستان نړیوالو پراختیایي همکارانو ترمنځ د ګډو ژمنو بیا شریکول، د همغږۍ لا پیاوړې کولو لپاره د لوړ پوړو چارواکو په کچه په اغېزمنه او ګټوره توګه د یادو ژمنو پلي کول او د مسؤلو برخو د ژمنو پلي کېدو پلان نهایي کول دي.

همدا راز محترم شهزاد آريوبي په دغه ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور کې د خپلو عملي شوی چارو راپور د ګډونوالو سره شریک کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او...

بېرته خبرونه ته