د ترکيې د ټرانسپورټ او زیربناو وزیر سره لیدنه

Author image
Alireza Khaliqyar
چهارشنبه ۱۳۹۷/۹/۱۴ - ۱۵:۳۲
ملاقات با وزیر ترانسپورت و زیربنا ترکیه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي د کاسپین نواورۍ کنفرانس په څنډه کې د ترکيې د ټرانسپورټ او زیربناو وزیر محترم م محمد جاهد توران سره دوه اړخيزه ناسته وکړه.
په دغه لیدنه کې دواړو خواو د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د سکټور په اړه بېلابېلو بحثونو تر څنګ هوکړه وکړه چې ترکيه به د افغانستان پُست خدماتو جوړښت او د خدماتو موډرن سازۍ کې همکاري کوي. تر څو په افغانستان کې د پيسو پُستي خدماتو او د ICT سکټور کې د ترکيې پانګونې ته لاره هواره شي
ترکيه به په راتلونکي کې هم د افغانانو د نوي نسل د روزنې او ظرفيت لوړنې په برخه کې خپلو همکاريو ته دوام ورکړي. 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۸:۴۵
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت نوی سرپرست وزیر رسماً معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت نوي سرپرست وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې رسماً خپله دنده پیل کړه.

په همدې موخه جوړې شوې غونډه کې د مخابراتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۲:۱۵
Background image

کونړ ولایت اسمار ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې ذکر شوي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټ د قرارداد د شرایطو سره...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۲:۷
Background image

د پکتیا ولايت په ځاځی آریوب ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاو د برابرولو په موخه د پکتیا ولايت ځاځی آریوب ولسوالۍ...

بېرته خبرونه ته