د برښنایی معاملو او لاسلیکونو قانون مسوده د قوانینو کمیټې لخوا تصویب شوه

naweed_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۷ - ۱۵:۱۴
142

د کابینې د قانون کمیټې غونډه چې د یکشنبې په ورځ د زمري میاشتې په ۲۶ مه نیټه د ولسمشر د دوهم مرستیال، ښاغلی قانونپوه استاد سرور دانش په ریاست جوړه شوې وه، د برښنایی راکړې ورکړې او لاسلیکونو قانون مسوده تصویب کړه.

دا قانون په هیواد کې د لومړي ځل لپاره شاوخوا د ۱۵ کلونو بحث او په محتوا کې بدلون او اضافه کولو وروسته تصویب ته چمتو شوی دی.

10

دا قانون د ټکنالوجۍ پراختیا او همدارنګه په سوداګریزو معاملو او اړیکو کې د پراخ بدلون له امله د ټولنې اهمه اړتیا ده او د برښنایی راکړې ورکړې په برخه کې به ډیری اسانتیاوې برابرې کړي.

د معلوماتي ټکنالوجۍ، مخابراتو او ساینس سرپرست ښاغلي محمد فهیم هاشمي د کابینې غړو ته د دې قانون اهمیت، اړتیا او موخې په اړه تفصیلي معلومات ورکړل او دا یې په دولتي دفترونو کې د برښناني حکومت او د ادارو سیستماتیک کولو لپاره مناسب پلټفورم وباله.

د غونډې غړو د برښنایی راکړې ورکړې حقوقي اړخونو او د قانون تخنیکي برخو باندې هم تفصیلي خبرې وکړې.

د دې قانون موخه دا ده چې د برښنایی راکړې ورکړې او لاسلیکونو لپاره د قانوني چوکاټ رامینځته کړي او همداراز د برښنایی راکړې ورکړې او مخابراتو پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.

د ولسمشر دویم مرستیال هم دغه قانون مهم وباله او د عدلیې وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې د معلوماتي ټکنالوجۍ، مخابراتو او ساینس وزارت، ملي احصایې او اترا ادارې په حضور کې په تخنیکي ناسته کې د مسودې په متن کې ذکر شوي نظریات او وړاندیزونه چمتو کړي او قانوني مراحلو لپاره کابینې ته وسپاري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۵:۱۰
Background image

سږکال د بادغيس ولايت په بېلابېلو او په ځانګړي ډول محرومو سیمو کې ټولټال ۲۷ مخابراتي سايټونه فعال شوي دي

په ټوله کې د بادغیس ولایت بیلابیلو سیمو کې ۱۰۳ مخابراتي آنټنونه لګول شوي چې د انټرنټي او مکالماتي ستونزو د حل په برخه کې...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۳۳
Background image

زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې دوه ۴جي سایټونه جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شول

د هیواد محرومو سیموته د مخابراتی چوپړ برابرولو په موخه د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ په عمومي شاهراه، پښ کنده او...

بېرته خبرونه ته