د بامیانو ولایت په پنجاب او یکاولنګ ولسوالیو کې د ټي ډي ایف د لسمې پروژې د دوه مخابراتي سایټونو له رغنیزو چارو څارنه وشوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۹:۳۷
ولایت بامیان

د هېواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د رسولو او د ټي ډي ایف د لسمې پروژې له پلان شویو سایټونو څخه د بامیانو ولایت د یکاولنګ نمبر یک ولسوالۍ سرقول او همداراز د پنجاب ولسوالۍ ګنداب او عرعري سیمو کې د دوه مخابراتي سایټونو له رغنیزو چارو څخه د څارنې په ترڅ اړونده برخې ته د قرارداد د شرایطو په اساس د مخابراتي سایټ د جوړولو هدایت وشو.

د دغو مخابراتي آنټنونو په جوړېدو سره به د یکاولنګ نمبر یک او د پنجاب ولسوالۍ ډیری هغه سیمې چې له مخابراتي چوپړتیاو بې برخې دي له انټرنټي او مکالماتي آسانتیاو برخمنې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۳۵
Background image

دپروان ولایت سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ کې د اتصالات مخابراتي شرکت یوسایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د هیواد لېرو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو چمتو کولو په موخه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۵۷
Background image

کونړ ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدماتو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې په یاد ولایت کې هغه شرکتونو چې د پوسټي خدمتونو په برخه کې یې فعالیت کاوه سپارښتنه و شوه تر څو غیر قانوني پوستي...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۵۳
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ په نندارتون کې د علمي څېړنیزو پریزنټېشنونو د ګډون اعلان (Research Presentations from Academia)

د دې پروګرام موخه د پوهنتونونو، علمي څېړنیزو مرکزونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ د صنعت ترمنځ...

بېرته خبرونه ته