د ایران د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر سره د دوه اړخيزه همکاريو په اړه خبرې

Author image
Alireza Khaliqyar
جمعه ۱۳۹۷/۸/۱۱ - ۱۹:۳۰
45173236_1973478236282727_1702901988234100736_n

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي، د مخابراتو د نړېوالې اتحاديې د کنفرانس په څنده کې د ایران د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم محمد جواد آذری جهرمی سره ولیدل او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د دوه اړخيزه همکاريو په اړه يې خبرې وکړې.

محترم آريوبي په دغه ناسته کې د خپل ایراني سيال سره د سيمه ييز اتصال په موخه د چابهار بندر له لارې د ایران او له هغې لارې د بحري کيبل( سبمرین کیبل) سره د افغانستان اتصال او همدا راز د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د ایران او افغانستان تر منځ د دوه اړخیزه هوکړه لیک د عملي کېدلو په موادو خبرې او هوکړه وکړه.

دغه راز د ایران د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه او د افغانستان څخه يې د آی ټي يو د کونسل د ټاکنو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ددې تر څنګ يې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له وزیر، محترم شهزاد آريوبي څخه ددغه هېواد د معلوماتي ټکنالوجۍ او آی سی ټي د زیربناوو د لیدنې په موخه د رسمي سفر غوښتنه هم وکړه

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او...

بېرته خبرونه ته