د اکتوبر نهمه (د پست نړیواله ورځ) ولمانځل شوه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د اکتوبر نهمه د پست د نړیوالې اتحادیې لخوا د پست د نړیوالې ورځې په نوم نومول شوې ده او هر کال د پست نړیوالې اتحادیې د غړو هیوادونو لخوا د ګډ شعار لاندې لمانځل کیږي. دغه ورځ د روان ۱۳۹۵ کال د تلې د میاشتې په ۱۸ مه نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لخوا د پست خصوصي شرکتونو د استازو په ګډون د کابل ښار په انټرکانتیننټال هوټل کې ولمانځل شوه.

په یاده غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي عبدالرزاق وحیدې خبرې کولې وویل: چې د پُستي خدمتونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د فعالیتونو یو له مهمو سیمو څخه دی. ښاغلي وحیدي زیاته کړه چې افغانستان د نړیوالې اتحادیې د غړیتوب د ترلاسه کولو راهیسې لوړې او ژورې زغملي چې په پایله کې د پستي خدمتونو په برخه کې د افغانستان د خلکو لومړنی اړتیاوې تامینیږي.  

ښاغلي عبدالرزاق وحیدي زیاته کړه چې د دولتي سکتور برسیره، اوسمهال پنځه خصوصي شرکتونه، د باختر چټک پُست (Bakhter Speedy Post)، TNT، DHL، FedEx او د نی چټک پُست د پستي خدمتونو په رسولو کې په فعالیت بوخت دي.

ښاغلي وحیدي همدارنګه وویل چې اوسمهال د نړۍ هیوادونه د معلوماتي ټکنالوجۍ څخه په ګټه اخیستنې توانیدلي دي چې خپلو خلکو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. د هغه په وینا، افغانستان هم په دغه برخه کې د پام وړ اقدامات تر سره کړي او د پُست خونو له لارې د پاسپورتونو ویشل کیدل د بیلګې په شکل یادولی شو.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي مرستیال ښاغلي سید احمد شاه سادات هم خبرې وکړې او ویې ویل: چې د لمانځغونډې څخه موخه پُستي خدمتونو ته د وګړو د لاښه لاسرسۍ په برخه کې د نړۍ هیوادونو سره په ګډه کارکول ده، هغه یادونه وکړه چې پُستي خدمتونه هم د معلوماتي ټکنالوجۍ په څیر په ټولنه کې مهم رول لوبولی شي. ښاغلي سادات وویل په پام کې ده چې د افغان پُست په شرکت بدل شي او په دې برخه کارونه تر سره شوي دي.

د مخابراتو وزارت تخنیکي مرستیال همدارز وویل چې د هیواد د پُستي خدمتونو عصري کولو لپاره کارونه ترسره شوي دي او په دې برخه کې پروګرامونه ترلاس لاندې دي. د هغه په وینا د پُستي خدمتونو په عوایدو زاتوالی رامنځته شوې او سږ کال یوازې د پُست خونو له لارې د پاسپورتونو د انتقال څخه ۱۵۳ ملیون افغانۍ عواید تر لاسه شوي دي.

همدارنګه د افغان پُست رئیس ښاغلي احمد وحید ویس د پستي خدمتونو پر اهمیت خبرې وکړې وویل چې د باکیفیته او ډاډمن پستي خدمتونو په وړاندې کولو سره د پست ترافیک دوه برابره شوي دي او دولت یې عواید هم زیاتې شوي دي.

دباختر چټک پست شرکت رئیس ښاغلي عبدالصمد وهاج وویل چې د معلوماتي ټکنالوجۍ سره سره پستي خدمتونه خپل ځای لري. هغه زیاته کړه چې ناامنۍ په څیر ستوزې، د هوایي ډګر په ګمرکاتو ستونزې کله ناکله د پستي خدمتونو په چټکتا باندې اغیزه کوي. ښاغلي وهاج د پستي خدمتونو په وړاندې کولو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ملاتړ څخه مننه وکړه.

همداډول د پست د نړیوالې اتحاديې سکرټر جنرال پیغام د ښاغلي حبیب الله بخښي لخوا ولوستل شو. په پیغام کې راغلي چې د نړۍ د پستي خدمتونو د مشرانو سره کار کوي تر څو د مشتریانو د غوښتونو د پوره کولو لپاره مناسب بدلون او فرصتونه رامنځ ته شي.

د تیر کال راهیسې، دولت خزانې د پستي خصوصي شرکتونو لخوا ۱۴۰۰۰۰۰۰ افغانۍ سپارل شوي دي او د دې کال په ۹ میاشتو کې د افغان پُست عواید چې دولت ته ورکول کیږي (174062979)افغانیو ته رسیږي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۲۲
Background image

د پنجشیر ولایت په درې ولسوالۍ کې د مخابراتي شرکتونو له فعالیتونو څخه څارنه وشوه

پنجشیر ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او اترا ادارې استازي له لوري د یاد ولایت درې ولسوالۍ کې د شته مخابراتی شرکتونو...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۱۶
Background image

دایکنډي ولایت په یوشمیر ولسوالیو کې د سلام مخابراتي شبکې ۳ سایټونو له رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې اړوند قراردادي شرکت ته سپارښتنی وشوی چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۹
Background image

پکتیا ولایت لجه منګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې د یو مخابراتى سایټ ظرفیت لوړ شو

د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، اترا ادارې او افغان ټلی‌کام مخابراتي شرکت سلام شبکې په ګډو هڅو...

بېرته خبرونه ته