د اړوندو چارو پر چټکتیا، د مخابراتو وزارت مشرتابه د رهبري هییت ټینګار

Author image
enayat_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۱۰ - ۱۶:۲۷
hh


نن سه شنبه د روان لمریز کال د چنګاښ میاشتې لسمه نېټه، د معلوماتي ټکنالوژۍ، ساینس او مخابراتو وزارت سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي په مشرئ، د اداري هییت او بېلابېلو برخو رییسانو په ګډون ناسته تر سره شوه.
په دغه ناسته کې، د وزارت وروستیو فعالیتونو او کړنو د ارزونې تر څنګ، د کرنټین پر مهال او کرونا ویروس له امله د ځنډېدلو او وروسته پاتې چارو پر تر سره کولو ټینګار وشو.
د ناستې په پای کې، بېلابېلو رییسانو د روانو چارو د لا ښه والې په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل او د مخابراتو سرپرست وزیر هم ستونزو ته د رسېدنې لازمې لارښوونې وکړې.

m

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۳۵
Background image

دپروان ولایت سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ کې د اتصالات مخابراتي شرکت یوسایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د هیواد لېرو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو چمتو کولو په موخه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۵۷
Background image

کونړ ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدماتو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې په یاد ولایت کې هغه شرکتونو چې د پوسټي خدمتونو په برخه کې یې فعالیت کاوه سپارښتنه و شوه تر څو غیر قانوني پوستي...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۵۳
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ په نندارتون کې د علمي څېړنیزو پریزنټېشنونو د ګډون اعلان (Research Presentations from Academia)

د دې پروګرام موخه د پوهنتونونو، علمي څېړنیزو مرکزونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ د صنعت ترمنځ...

بېرته خبرونه ته