د اوبو او برېښنا وزير سره ليدنه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳


سنبله ۲۲،  د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ سرپرست وزير نن د اوبو او برېښنا وزير ښاغلي علي احمد عثماني سره وليدل. سرپرست وزير په خپلو راتلونکو پلانونو رڼا واچوله او په ګډ کار يې ټينګار وکړ. 
ښاغلي عثماني سره د هرات عالي دارالعلوم شيخ الحديث مولوي محب الله مولوي زاده او د دارلافتا غړی مفتي ګلاب الدين ذاکري هم مل و. هغوی د هرات عالي دارالعلوم لخوا د "رحمت" تلويزون د جوړولو لپاره د ځانکړې فريکونسۍ غوښتنه وکړه چې د سرپرست وزير لخوا د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.


ښاغلي اريوبي وويل: 
"د دينې خپرونو زياتېدل د خير باعث دي او دا زمونږ مسوليت دی چې د خپلو خلکو د عقيدوي پولو ساتنه وکړو. ډېر ژر به د هرات عالي دارالعلوم تر څنګ په يو شمېر لويو مدرسو کې د معلوماتي ټيکنالوجۍ لابراتوارونه جوړ کړو، تر څو د ديني زده کړو لارويان د اسلامي نړۍ د اسلامي مرکزونو سره په تماس کې وي او معلوماتو ته پر وخت لاس رسی ولري."
د هرات عالي دارالعلوم مسولينو د سرپرست زير مننه وکړه او د حکومت له برنامو يې ملاتړ څرګند کړ.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۵:۲۱
Background image

ننګرهار ولایت شپږو ولسوالیو کې ۶ مخابراتي انټنونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د ننګرهار ولایت دره نور، ښېوې، پچیراګام، ګوشتې، خوګیاڼو او سرخ ولسوالیو ...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

د میدان وردکو ولایت یو شمېر سېمو کې د مخابراتي سایټونو له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

د یادې څارنې په ترڅ کې اړونده شرکتونو ته سپارښتنه وشوه څو رغنیزې چارو کې کیفیت او معیار...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۵:۷
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مالیې او ټولګټو وزارتونو سره د تخنیکي سیسټمونو د پیاوړتیا په موخه ګډه ناسته وکړه

د تخنیکي سیستمونو د پیاوړتیا، تخنیکي همغږۍ د زیاتوالي، او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم د اغېزمن تطبیق په موخه...

بېرته خبرونه ته