د انټرنیټ تبادلې مرکز (NIXA) پروژې لپاره د تجهیزاتو د تدارکاتو اعلان
دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
موضوع: د انټرنیټ تبادلې مرکز (NIXA) پروژې لپاره د تجهیزاتو د تدارکاتو اعلان
د داوطلبی شمیره: MCIT/1400/NCB/G-15
د قرارداد نوعیت: بالمقطع
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داوطلبۍ د شرایطو وړ غوښتونکو ته بلنه ورکوی چې د انټرنیټ تبادلې مرکز (NIXA) پروژې لپاره د تجهیزاتو د تدارکاتو اعلان د داوطلبۍ په بهیر کې برخه واخلي. او خپل آفرونه او د داوطلبۍ اسناد، د شرط پاڼې، قانون او تدارکاتي کړنلارو سره سم په ۱۰:۰۰ بجو د ۲۵/۳/۱۴۰۰ نیټه د مخابراتو وزارت ودانۍ په ۱۴ پوړ کې د تدارکاتو ریاست دفتر ته وسپاري. ناوخته او د ایمیل له لارې رسیدلي آفرونه نه منل کیږي.
همداراز غوښتونکي کولای شي چې شرط پاڼه د ملي تدارکاتو د ویب پاڼې WWW.NPA.GOV.AF او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویب پانې WWW.MCIT.GOV.AF له لارې ترلاسه کړي او همدا ډول کولای شي چې د تدارکاتو لوي مدیریت څخه په فلش کې هم ترلاسه کړي.
د آفر ضمانت چې دوه شپیته زره نه سوه (۶۲۹۰۰) افغانۍ کیږي د بانکي تضمین په بڼه د غونډې په پیل کې اخیستل کیږي د آفرګشایي غونډه د ۱۴۰۰ کال د غبرګولې د میاشتې په ۲۵ نیټه (د سه شنبې په ورځ) د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د مخابراتو وزارت په ۱۴ پوړ د تدارکاتو ریاست په دفتر کې پیل کیږي.
د یادونې وړ ده چې د خبرتیا پیسې د وزارت خزانه دار ښاغلي محمد دیدار لخوا ورکول کیږي، آویزونه او اعلان کتنګ باید په رسمي شکل د تدارکاتو دفتر ته وسپارل شي.
سندونه:
د انټرنیټ تبادلې مرکز (NIXA) پروژې لپاره د تجهیزاتو د تدارکاتو اعلان شرط پاڼې
د انټرنیټ تبادلې مرکز (NIXA) پروژې لپاره د تجهیزاتو د تدارکاتو اعلان مکتوب
په درنښت
معصومه خاوري
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیره