د امنیتي کامرو د تجهیز او د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د ودانۍ د ساحې دیجیتلي کېدو د پروژې د داوطلبۍ اعلان

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت له ټولو شرایط پوره داوطلبانو څخه بلنه ورکوي، ترڅو د امنیتي کامرو د تجهیز او د یاد وزارت د ودانۍ د محوطې د دیجیتلي کېدو پروژې داوطلبۍ پروسې کې ګډون وکړي، او خپلې آفرونه د شرطنامې شرایطو، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل له مخې ترتیب کړي او په مهر او لاک بڼه د ۱۴۰۴/۷/۱۲ نېټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د مخابراتو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ۱۸ منزله ودانۍ په ۱۴مه پوړ کې، د محمد جان خان واټ، دویمه ناحیه، کابل ښار کې موقعیت لري، وسپاري.

هغه آفرونه چې ناوخته ورسېږي یا د ایمیل له لارې واستول شي، د منلو وړ نه دي. داوطلبان کولای شي شرطنامه د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت له وېب‌پاڼې (www.mcit.gov.af) یا د ملي تدارکاتو ادارې د اعلانونو له وېب‌پاڼې (https://tenders.ageops.af) څخه ترلاسه کړي.

که چیرې داوطلبان ونه شي کولای چې شرطنامه له یادو وېب‌پاڼو څخه ډاونلوډ کړي، کولای شي د شرطنامې سافټ نسخه د مخابراتو وزارت د ۱۸ منزله ودانۍ د ۱۴م پوړ د تدارکاتو آمریت څخه د فلش ډرایو له لارې ترلاسه کړي.

داوطلبان باید د آفر تضمین د بانک تضمین په بڼه، چې اندازه یې پنځه سوه او اویا زره (۵۷۰۰۰۰) افغانۍ ده، د شرطنامې د مندرجاتو سره سم د آفر پرانېستنې غونډې ته وړاندې کړي.

د آفرونو د پرانېستنې غونډه به د ۱۴۰۴/۷/۱۲ نېټې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، د تدارکاتو ریاست دفتر کې، چې د یادې ودانۍ په ۱۴مه پوړ کې دی، ترسره شي والسلام.

سندونه:

د امنیتي کامرو د تجهیز او د محوطې دیجیتلي کولو د پروژې شرطنامې لینک

 

ښاغلي الحاج مولوی حمدالله " نعمانی"

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر

 

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۵ کابل
Background image

د برېښنا او اوبو رسونې د (۵۷) قلمه توکو د تدارک او برابرولو پروژې د داوطلبۍ اعلان

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او خپلې آفرونه د شرط‌نامې د درج شوو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق...

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۹:۱۹ کابل
Background image

د (PDMS) سیسټم د کارکوونکو لپاره د ۱۰ قلمه کانکسونو د تدارک او برابرولو د پروژې د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

د پروژې قرارداد د محترم کوکچه خروشان تجارتي او ساختماني شرکت ته، چې د کابل ښار د خیرخانې سرکوتل کې...

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۸:۵۰ کابل
Background image

د (PDMS) سیسټم لپاره د اړتیا وړ آی ټي تجهیزاتو د برابرولو او پېرودلو د پروژې د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

د آقاګل صمدي تجارتي شرکت ته، چې د کابل ښار د څلورمې ناحیې تایمني اتم سړک کې موقعیت لري، د (۵۷۵۵۸۰۰) پنځه میلیونه او...

Back to tenders