د الکترونیکي وسایلو له خرابیدو څخه د مخنیوي لارو چارو تر سرلیک لاندې روزنیز ورکشاپ جوړ شو
د لغمان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست لخوا، د تخنیکي روزنیزو پروګرامونو د لړۍ په دوام دا ځل د دولتي ادارو د معلوماتي ټکنالوجۍ کارکوونکو ته، د الکترونیکي وسایلو له خرابیدو څخه د مخنیوي لارو چارو په هکله یو ورځنی ورکشاپ تر سره شو.
د دغه ورکشاپ موخه په دولتي ادارو کې د برېښنايي وسایلو له خرابېدو څخه د مخنیوي تر څنګ د دغو وسایلو ښه ساتنه او د رغوونې په برخه کې یې د پرېمانه لګښتونو مخنیوی و.
دمخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ رییس محمد همایون شمس، د ورکشاپ په پای کې د دا ډول روزنیزو او تخنیکی پروګرامونو پر اهمیت او دوام ټینګار وکړ.