د اقتصاد وزارت سره د زیربنايي پروژو د روڼتيا او حسابدهۍ زیاتېدو په اړه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک

Author image
Alireza Khaliqyar
دوشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۶ - ۱۷:۲۶
تفاهمنامه همکاری به منظور افزایش شفافیت و حسابدهی در پروژه های زیر بنایی با وزارت اقتصاد

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن د هېواد د اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله تر مشرۍ لاندې د وزیرانو شورا په څنډه کې د اقتصاد وزیر محترم ډاکتر مصطفی مستور د سره مو د زیربنايي پروژو د روڼتيا او حسابدهۍ زیاتېدو په اړه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

ددغه هوکړه لیک موخه د افغانستان په زیربنايي پروژو کې روڼتيا رامنځته کول دي چې له مخې يې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سربېره اووه نور وزارتونه او مستقلې ادارې لاندې فعالیتونه تر سره کوي.

1د کاسټ نړېوالو معيارونو سره سم د زیربنايي پروژو اطلاعات نشرول، 
2. د اطلاعاتو خپرولو له لارې په زیربنايي پروژو کې د خلکو شریکول، 
3.د زیربنايي پروژو د ارزونې په موخه د کاسټ تحقیقاتي ټیم سره د ادارو همکاري، 
4 ددغه بنسټ د تحقیقي راپورونو د موندنو پر بنسټ د زیربنايي پروژو په میکانیزم کې اصلاحات راوستل
د کاسټ په اړه باید وویل شي چې د زیربنايي سکټور د روڼتيا یو نړېوال او غیر انتفاعي ابتکار دی چې د حکومت، خصوصي سکټور او مدني ټولنې سره د زیربنايي پروژو د روڼتيا او حسابدهۍ له مخې د پانګونو د ارزښت زیاتېدو لپاره کار کوي
د افغانستان دولت د وزیرانو شورا ۱۳۹۲ مال د تلې مياشتې د پرېکړې پر اساس د اقتصاد وزارت له لارې ددغه ابتکار سره یوځای شوی او رسما يې په ۱۳۹۵ کال کې کار شروع کړی

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته