د افغان پُست ریاست او د ترکیې هوایي شرکت ترمنځ د پُستي خدمتونو د چټک انتقال هوکړه لیک لاسلیک شو.

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د روان ۱۳۹۵ کال د تلي د میاشتې په ۲۴ مه نیټه د یو مطبوعاتی کنفرانس په ترڅ کې د افغان پُست ریاست او د ترکیې هوایي شرکت ترمنځ د پستي خدمتونو د ګړندې انتقال هوکړه لیک لاسلیک شو.

په یاد کنفرانس کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي مرستیال ښاغلي سید احمد شاه سادات څرګنده کړه چې د دغه هوکړه لیک موخه دا ده چې په پُستي خدمتونو کې اسانتیاوې رامنځته شي او پُستي خدمتونو ته وده ورکړي. د هغه په وینا، د هوکړه لیک په عملي کیدو سره به بهر ته د پستي خدمتونو په سرعت کې زیاتوالی راځي او نرخونه کمیږي.

ښاغلي سادات وویل: چې تر دې مخکې پُستي مالونه د دوبۍ او هند له لارې بهر ته لیږل کیدل او وروسته له دې دغه مالونه د ترکيې هیواد له لارې هم استول کیږي. هغه زیاته کړه چې په دې لاره د پُستي کسوړو انتقال په لږ وخت او ارزانه بیه صورت نیسي.

د مخابراتو وزارت تخنیکي مرستیال څرګنده کړه چې مونږ د پُستي خدمتونو د عصري کولو، خوندیتوب او چټک انتقال لپاره پروګرامونه تر لاس لاندې لرو او لازم اقدامات تر سره شوي دي.

همدارنګه د ترکيې د نړیوال هوایي شرکت رئیس ښاغلي جمال مرادیان د دغه شرکت په استازیتوب خبرې وکړې، وویل: چې مونږ د افغانستان د صادراتو د لیږدولو لپاره څو تړونونه لاسلیک کړي دي.

ښاغلي مرادیان په خپل خبرو کې وویل: د دې سند د لاسلیک سره مونږ غواړو  چې د افغان پُست سره د معیاري خدمتونو په وړاندې کولو کې مرسته او همکاري وکړو.

د افغان پُست رئیس ښاغلي احمد وحید ویس هم د دغه تړون پر اهمیت خبرې وکړې. هغه وویل: چې دا د ښه پُستې خدمتونو د وړاندې کولو لپاره یو ستر ګام دی او یادونه وکړه چې بهر ته د پُستي خدمتونو د لیږد سرعت زیات او لګښت به کم شي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې، بهرني هیوادونو ته پستي خدمتونه د ۸ څخه تر ۱۰ ورځو به اوږدو کې انتقالیدل، خو د عملي تجربو له مخې د ترکیې له لارې اروپایي هیوادونو ته په درې ورځې او امریکا او انګلستان ته د پنځو ورځو په موده کې تر سره کیږي، او همدا ډول ملي سوداګر کولای شي چې خپل نمونې د پُستي خدمتونو د کسوړو په بڼه واستوي.

 


 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته