د افغان ټلیکام او سلام شرکتونو په انټرنیټ بییو کې (۳۰) سلنه کموالی!

Author image
enayat_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۹ - ۱۳:۴۲
m


د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي، نن سه شنبه د  روان کال سلواغې میاشتې ۲۹ نېټه، د افغان ټلیکام او سلام مخابراتي شرکت عمده او پرچون بیې اعلان کړې.
په دغه ناسته کې ښاغلي هاشمي وویل: «اوسمهال انټرنیټ د افغان ولس تر ټولو ستره اړتیا حسابیږي او مونږ هڅه کوو، په دې برخه کې دوی ته لا ښه فرصتونه رامېنځته کړو.»
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له ژمنې سره سم، د انټرنیټ په عمده بییو کې تر ۳۰ سلنه او سلام مخابراتي شرکت په پرچون انټرنیټ بییو کې تر ۲۰ سلنه کموالی راووست، چې په دې اساس له خصوصي مخابراتي شرکتونو هم هیله مند یو، څو په خپلو انټرنیټي بییو کې کموالی اعلان کړي.

m

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۵:۱۰
Background image

سږکال د بادغيس ولايت په بېلابېلو او په ځانګړي ډول محرومو سیمو کې ټولټال ۲۷ مخابراتي سايټونه فعال شوي دي

په ټوله کې د بادغیس ولایت بیلابیلو سیمو کې ۱۰۳ مخابراتي آنټنونه لګول شوي چې د انټرنټي او مکالماتي ستونزو د حل په برخه کې...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۳۳
Background image

زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې دوه ۴جي سایټونه جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شول

د هیواد محرومو سیموته د مخابراتی چوپړ برابرولو په موخه د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ په عمومي شاهراه، پښ کنده او...

بېرته خبرونه ته