د افغان روباتیک نجونو سره لیدنه
محترم شهزاد آريوبی نن په خپل کاري دفتر کې افغان روباتیک نجونو سره ولیدل او د هغوی لاسته راوړنې او نوښتونه مو وستایل.
لومړی، روباتیک نجونو د خپلو لاسته راوړنو، نوښتونو، په ګڼو پروګرامونو کې ګډون او راتلونکو پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې یې خپل وړاندیزونه وړاندې کړل.
محترم شهزاد آريوبی د روباټیک نجونو ټیم ته ډاډ ورکړ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له نوښتګرو خلکو ملاتړ کوي.
محترم آریوبی وویل، دا دې خوشحالۍ ځای دی چې ځوان نسل معلوماتي ټکنالوجۍ سره مینه لري. مونږ به د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې ستاسو وړاندیزونو او د ظرفیت لوړوالی ته لازمه پاملرنه وکړو.