د افغانستان – اروپا اتحاديې سوداګريزې شورا جلسه کې ګډون

Author image
Alireza Khaliqyar
یکشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۲ - ۱۶:۳۱
اشتراک در جلسه شورای تجاری اتحادیه اروپا- افغانستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن د جمهوري رياست د دوهم مرستيال استاد دانش په مشرۍ د افغانستان – اروپا اتحاديې سوداګريزې شورا جلسه کې ګډون وکړ چې د اروپايي اتحاديې سوداګريزو غړو، د اروپايي اتحاديې سفیر، د لس اروپايي هېوادونو سفيرانو، د کابينې يو شمېر غړو او د خصوصي سکټور د خونديتوب کمېټې غړو په کې ګډون کړی و
په دې جلسه کې مو د سوداګريزو فعالیتونو حقوقي چوکاټ او نقينيني اسنادو کې د موجوده ستونز
و، د معلوماتي ټکنالوجۍ او کانونو سکټور د ستونزو د څرنګوالي، امنيتي خنډونو او د سکټور اړوند نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او ارزونه وشوه
د جلسې په اوږدو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور کې د موجوده ستونزو، د مشترک لیدلوري رامنځته کولو او د هېواد په اقتصادي او ټولنيزې ودې کې ددغه سکټور د ونډې په اړه خبرې وشوې او د معلوماتي ټکنالوجۍ د اتحاديې استازو په دې برخه کې مفصل پرېزنټیشن وړاندې کړ .
ښاغلي شهزاد آريوبي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور کې ددوی د ستونزو د اورېدلو تر څنګ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د فعالیتونو او د ستونزو د کمښت په اړه معلومات ورکړل او د خصوصي سکټور سره يې په جدي همکارۍ ټینګار وکړ
په جلسه کې پرېکړه وشوه چې خصوصي سکټور او مسؤول دولتي بنسټونه دې هغه ستونزې او وړانديزونو چې د خصوصي سکټور د فعالینو له خوا په جلسه کې مطرح شوي دي، په جلا ناستو کې و ارزوي او مناسبه حل لاره ورته پېدا کړي
 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیکا کې د څلورو نویو مخابراتي سایټونو تخنیکي سروی ترسره شوه

د شکین ولسوالۍ په رډانو او بازار سیمو، د ګیان ولسوالۍ په ولي‌وست سیمه او د نعمت‌اباد ولسوالۍ په...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

نورستان کې د مخابراتي شبکو له برېن‌شاپونو څارنه ترسره شوه

د نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او اترا ادارې ګډ تخنیکي ټیم د دغه ولایت په کچه د مخابراتي شبکو اړوندو برېن‌شاپونو او نمایندګیو څخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۵۶
Background image

په نیمروز کې ۸۰ غیرقانوني ایراني سیمکارتونه ضبط شول

د نیمروز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اترا مدیریت د معلوماتو له مخې، د زرنج ښار په مربوطاتو کې...

بېرته خبرونه ته