د افغانستان – اتصالات مشرتابه د خلکو ستونزو رسيدګۍ ته ژمن دي

Author image
Alireza Khaliqyar
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۱۲/۷ - ۱۱:۵۳
مسئولان ارشد اتصالات- افغانستان متعهد به رسیدگی به شکایات مردم شدند

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اتصالات مخابراتي شرکت عمومي رئیس محترم يوسف السید او سرپرست اجرائيوي رئیس محترم عبید الزعابی سره د لیدنې تر څنګ د خنډونو له منځه وړلو، د خلکو ستونزو ته د رسيدګۍ، د مخابراتي خدماتو د نرخونو کمولو او رڼو او با کيفيته مخابراتي خدماتو د وړاندې کولو په اړه جدي تاکيد وکړ.

محترم آريوبي اړوندو مسؤولينو ته يادونه وکړه چې موږ د خصوصي سکټور د پانګونې لپاره مناسبه فضا رامنځته کړې او له تاسو هیله لرو چې په خدماتو کې تغیرات راشي، ستونزې او د کمزورۍ ټکي پیداکړي، د خلکو ستونزو ته رسيدګي وکړي او ژر تر ژره يې د حل په برخه کې ګامونه پورته کړي.

وروسته هغوی ټینګار وکړ چې چې د افغانستان او افغانانو سره ژمن دي او وعده يې وکړه چې ژر تر ژره به د خلکو ستونزو ته رسيدګي وکړي او د همدې پر اساس د تحلیل له مخې به په راتلونکي کې خپلې چارې سمې کړي.

خپلو ګرانو هېوادوالو سره ژمنه کوو چې ستاسو د قناعت حاصلېدو پورې د هیڅ ډول کوشش او هڅې څخه درېغ نه کوو او د کيفيت ښه کېدو، قیمتونه کمېدو او په مخابراتي خدماتو کې د روڼتيا تر تامين پورې له هرې ممکنې لارې استفاده کوو
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته