د افغانستان د مخابراتي خدماتو پراختيا لپاره تاجکستان سره د همکارۍ هوکړه لیک وشو

mcitadmin
جمعه ۱۳۹۷/۴/۱ - ۵:۳
د افغانستان د مخابراتي خدماتو پراختيا لپاره تاجکستان سره د همکارۍ هوکړه لیک وشو

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد اريوبي د یو لوړ رتبه حکومتي پلاوي په ګډون په داسې حال کې چې د هېواد اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د تاجکستان لومړي وزیر او نورو لوړ رتبه چارواکو ګډون درلود، د تاجکستان د بهرنيو هېوادونو سره د اړيکو رئیس سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د ګډو همکاريو په برخه کې هوکړه لیک لاسلیک کړ
په دغه هوکړه لیک کې چې تاجکستان ته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزیر په وروستي سفر کې لاسلیک شو، د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوجۍ په برخه کې چې د نوري فايبر له لارې سيمه ييز اتصال، د انټرنیټ د بنډویټ انتقال، پستي خدمات، الکترونيکي سوداګري، د تجربو تبادله او د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د زده کړو په برخه کې دوه اړخيزه همکارۍ په کې شاملې دي
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په دغه لیدنه کې د افغانستان او تاجکستان تر منځ د هر اړخيزه همکاريو د ستاينې تر څنګ زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو تر منځ دوستانه اړيکو پراختيا زیات ارزښت لري او په سيمه کې مثبت رول لوبولی شي
د تاجکستان لومړي وزیر قاهر رسول‌زاده د خپل پلاوي په استازولۍ د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو پر پراختيا خوښي وښوده او زیاته يې کړه، تاجکستان ژمن دی چې د افغانستان سره خپلې نيکې اړيکې لا نوروې پراخه کړي

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته