د اسان خدمت ادارې له مسئولینو سره نو بتي ناسته

mcitadmin
یکشنبه ۱۳۹۶/۷/۱۶ - ۵:۳
zsdsd

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست شهزاد آریوبي په کارونو کې د کلکې همغږۍ، ښې څارنې او ارزونې او همدارنګه د کارونو د چټکتیا په موخه د اسان خدمت ادارې له مسئولینو سره نوبتي ناسته درلوده. په دغه لېدنه کې سرپرست وزیر اسان خدمت پورې تړلیو کارونو په اړه د تیرو اونیو کړنو او لاسته راوړنو په اړه بشپړ راپور واوریده. په ناسته کې د اسان خدمت ادارې سرپرست عبدالهادي ذهین او نورو مسئولینو د انلاین پاسپورټ، د عوایدو نوي مرکز جوړولو، د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې پروژې او نورو اړوند مسائیلو په اړه شوي پرمختګونه او کړنې له سرپرست وزیر سره شریکې کړې. نوموړي د انلاین پاسپورټ، ظرفیت لوړونې، د عوایدو نوي مرکز جوړولو، د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې پروژې او نورو اړوند مسائېلو د کارونو پر چټکتیا ټنګار وکړ او په دې اړه یې مسئولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته