د اساسي قانون د تصویب لسمه کلیزه د یوې غونډې په ترڅ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لخوا ولمانځل شوه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د اساسي قانون د تصویب د لسمې کلیزې غونډه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پست ریاست د کنفرانسونو په تالار کې  د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ مالي او اداری مرستیال ښاغلي وهاب الدین سادات، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رهبري پلاوي،  د اساسی قانون پرتطبیق د څارنې  خپلواک کمیسیون استازو، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کارکوونکو او د رسنیو استازو په ګډون ولمانځل شوه.

د غونډې په پیل کې ښاغلي وهاب الدین سادات د اساسي قانون پر ارزښت او اهمیت خبرې وکړې او اساسی قانون یې یوه ملي وثیقه وبلله چې د نورو قوانینو مور ګڼل کیږي. نوموړي زیاته کړه چې هیڅ ټولنه نشي کولای چې د اساسي قانون د عملي کېدو څخه پرته یوه پرمختللې او عصري ټولنه رامنځ ته کړي او د تمدن او پرمختګ لوړو پوړیو ته ورسیږي.

ښاغلي سادات یادونه وکړه چې یواځې  د قوانینو شتون او تصویب نشي کولای په ټولنه کې سمون راولي، قانون باید حاکم وي او پلی شي، د ژوند ټولې چارې د قانون په رڼا  کې تر سره شي. ښاغلي سادات وویل: د قانون د حاکمیت لپاره درې ټکي باید په پام کې ونیول شي: لومړی د قانون تنفیذ بنسټیز اهمیت لري، دوهم عامه پوهاوی دی، خلک باید د قانون پر ارزښت پوه وي تر څو د خپل پوهې په رڼا کې هغه رعایت کړي. دریمه مساله د شرایطو سره سم د قوانینو اصلاح دی، یعنې قوانین باید د ټولنې او د وخت د غوښتنو سره سم اصلاح شي او بدلونونه پکښې راوستل شي.

ښاغلي سادات یادونه وکړه چې زمونږ په ټولنه کې فساد او واسطه چلول هغه دوه لامله دي چې د پرمختګ پر وړاندې خنډونه جوړوي، او دغه دوه کرغیړنې پدیدې هغه وخت له منځه تللای شي چې قانون د کوم تبعیض پرته پر ټولو په سمه او یو شان پلی شي، د هیواد هر وګړی هغه رعایت کړي او د قانون په پلي کیدو سره مونږ کولای شو چې فساد له منځه یوسو. دا کار هوډ، ریښتینولي او په ایماندارۍ کار کول غواړي که مونږ په ریښتینولی او پوره صداقت د قوانیونو حاکمیت ومنو او هغه پر خپل ځان تطبیق کړو د کوم شک پرته به ډیر ستر بدلونونه رامنځته کړو او مثبتې پایلې به تر لاسه کړو.

وروسته بیا د اساسي قانون پرتطبیق د څارنې خپلواک کمیسیون استازي ښاغلي محمد امین احمدي د نوموړي کمیسیون په استازیتوب د اساسي قانون پراهمیت خبرې وکړې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رهبري هیئت څخه یې مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اساسي قانون په رعایت سره ډیرې لاسته راوړنې لري د هیواد په بازار کې سالمې او مثبتې سیالۍ ته يې وده ورکړې چې د پراخ کار زمینه يې رامنځته کړیده.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د اترا ادارې مرستیال ښاغلي خیر محمد فیضي د اساسی قانون پر ارزښت او د اساسي قانون پر بنسټ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پرمختګونو او لاسته راوړنو په هکله خپله وینا واوروله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۵:۸
Background image

د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس په محمد اغې ولسوالۍ کې له مخابراتي خدمتونو بې برخې سیمو څخه لیدنه وکړه

مخابراتي او انټرنیټي اسانتیاوو ته د نه لاسرسي له امله د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ د برګ کلي د خلکو د پرله پسې شکایتونو غوښتنو پر بنسټ...

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۴:۴۰
Background image

د کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز د ټکنالوجۍ په نویو وسایلوسمبال شو

په هغه مراسمو کې چې په همدې موخه د کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په ریاست کې جوړ شوي...

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۴:۲۹
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داخلي پلټنې رئیس د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له ریاست څخه لیدنه وکړه

د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له رئیس او کارکوونکو سره وکتل او...

بېرته خبرونه ته