د ارزګان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د ارزګان پوهنتون ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۱:۲۹
ولایت ارزگان افغانستان

د ارزګان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د ارزګان پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي تر منځ د دواړو ادارو ترمنځ د کمپیوټر او معلوماتي ټکنالوجۍ په سکتور کې د ځوانانو د زده کړې لپاره د غوره چاپیریال رامنځته کولو په موخه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم حاجي ملا زین الله فاروقي د ټکنالوجۍ اهمیت په اړه په خپلو خبرو کې وویل چې معلوماتي ټکنالوجي د اوسنۍ زمانې یو ستر ضرورت دی او ژمنه یې وکړه چې له پوهنتون سره به د معلوماتي ټکنالوجۍ د زده کړې په هره برخه کې هر ډول مرسته  او همکاري وکړي او ځوانان یې و هڅول چې د موجوده فرصت څخه د معلوماتي ټکنالوجۍ په سکټور کې خپلې پوهې د پراختیا لپاره پوره ګټه واخلي.

همداراز د ارزګان پوهنتون رئیس ښاغلي مولوي رحمت الله رحماني د ټولنو لپاره د ټکنالوجۍ او کمپیوټر زده کړې د اړتیا په اړه خبرې وکړې، او زیاته یې کړه چې ټکنالوجي د وخت د ضایع کېدو مخه نیسي او د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ سبب ګرځی.

د یادونې وړده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اوسني عصر اړتیا او د ټکنالوجۍ ارزښت ته په کتو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کمپیوټر د زده‌کړې علمي مرکزونه جوړ او د ټکنالوجۍ په پرمختللو وسایلو سمبال کړي چې د مجربو ښوونکو له لوري هېوادوالو ته پکې په علمي او عملي ډول تدریس کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۲۲
Background image

د پنجشیر ولایت په درې ولسوالۍ کې د مخابراتي شرکتونو له فعالیتونو څخه څارنه وشوه

پنجشیر ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او اترا ادارې استازي له لوري د یاد ولایت درې ولسوالۍ کې د شته مخابراتی شرکتونو...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۱۶
Background image

دایکنډي ولایت په یوشمیر ولسوالیو کې د سلام مخابراتي شبکې ۳ سایټونو له رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې اړوند قراردادي شرکت ته سپارښتنی وشوی چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۹
Background image

پکتیا ولایت لجه منګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې د یو مخابراتى سایټ ظرفیت لوړ شو

د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، اترا ادارې او افغان ټلی‌کام مخابراتي شرکت سلام شبکې په ګډو هڅو...

بېرته خبرونه ته