د ارزګان مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز څخه۲۱ تنه زده کوونکو د فراغت سندونه ترلاسه کړل
د ارزګان ولايت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رياست له لوري د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او انټرنیټ) په برخه کې، د زده کړې شپږمی او اومې دورې څخه له شپږ مياشتنيو زده کړو وروسته ۲۱ تنو زده کوونکو ته بري ليکونه وويشل شول.
د یادو زدهکوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د بېلابېلو ادارو چارواکو، علمای کرامو او ګڼ شمېر مېلمنو ګډون کړی و.
ګډونوالو د علم، زدهکړې او مسلکي مهارتونو پر ارزښت ټینګار وکړ او دا ډول پروګرامونه یې د ځوان نسل د فکري ودې، ځانبسیاینې او سالم راتلونکي لپاره مهم وبلل.
دغه راز، د ټکنالوژۍ د ارزښت او اغېز په اړه هم خبرې وشوې او څرګنده شوه چې په اوسني عصر کې معلوماتي ټکنالوژي د ژوند د آسانتیا، د ادارو د اغېزمنتیا او د ټولنې د پرمختګ بنسټیزه وسیله ده. د کمپیوټر زدهکړه کولی شي ځوانان له عصري نړۍ سره ونښلوي او هغوی د سالم فکر، نوښت او خدمت په لور رهبري کړي.
