د آنلاین پاسپورت غوښتنلیک په لنډ وخت کې پیل کیږي

mcitadmin
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۲/۱۸ - ۵:۳
mmm

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د آسان خدمت ادارې مرستیال ښاغلي عبدالهادي ذهین د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت مرکزي ریاست له رئیس ښاغلي مل پاسوال سید عمر صبور سره وکتل.

په دغه ناسته کې د آسان خدمت ادارې د تخنیکي څانګې مسوول ښاغلی عزیز رحمتي او د عامه خدمتونو د ساده سازۍ د برخې مسئول ښاغلي احمد نواز هم ګډون کړی وو.

په غونډه کې  د آنلاین پاسپورټ غوښتنلیکونو د ستونزو او ننګونو او د حل لارو په اړه خبرې اترې وشوې او همداراز ددې پروسې د پلي کیدو لپاره چمتووالی وښودل شو.

د دې ملي پروګرام د پرانستلو د همغږۍ په موخه، د آسان خدمت د ادارې د عامه اړیکو د رئیس ښاغلي سید حامد منصور په مشرۍ د کورنیو چارو وزارت او د پاسپورټ ریاست د استازو په شمول د اتو غړو کمیسیون جوړ شو.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۵:۲۱
Background image

ننګرهار ولایت شپږو ولسوالیو کې ۶ مخابراتي انټنونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د ننګرهار ولایت دره نور، ښېوې، پچیراګام، ګوشتې، خوګیاڼو او سرخ ولسوالیو ...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

د میدان وردکو ولایت یو شمېر سېمو کې د مخابراتي سایټونو له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

د یادې څارنې په ترڅ کې اړونده شرکتونو ته سپارښتنه وشوه څو رغنیزې چارو کې کیفیت او معیار...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۵:۷
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مالیې او ټولګټو وزارتونو سره د تخنیکي سیسټمونو د پیاوړتیا په موخه ګډه ناسته وکړه

د تخنیکي سیستمونو د پیاوړتیا، تخنیکي همغږۍ د زیاتوالي، او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم د اغېزمن تطبیق په موخه...

بېرته خبرونه ته