د آذربايجان د ماليې وزیر سره دوه اړخيزه ناسته
د افغانستان د ماليې سرپرست وزیر او د زیربناو په چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار محترم ډاکټر محمد همایون قيومي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي د آذربايجان د ماليې وزیر محترم سمير شریف اوف سره ولیدل.
په دې لیدنه کې دواړو خواوو، پر دوه اړخيزه همکارۍ، پانګونې او د افغانستان سره د دائمي ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړې.