دکندوز مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوژی ریاست د کمپییوټر ښوونیز مرکز څخه ۳۵ تنه زده کوونکی فارغ شول

Author image
Alireza Khaliqyar
پنجشنبه ۱۳۹۷/۷/۱۹ - ۱۱:۲۲
Local IT Authorities distributes graduation documents to 35 students from the computer training center of Kunduz Province

نن د پنجشنبې ورځ د تلې دمیاشتې په ۲۰ مه د کندوز مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز څخه د زده کوونکی د ۲۲ مې دورې فراغت غونډه وشوه ، یاده غونډه چې ددغې ریاست په دفتر کې جوړه شوې وه د کندوز مخابراتو رییس اختر محمد اختر، د کار او ټولنیزو چارو رییس ښاغلی ظاهر عظیمی، د کندوز ولایت مقام د ظرفیت لوړولو امر عطاالحق عمرزی، د افغان تیلیکام مخابراتی شرکت مسولینواود مخابراتو ریاست کارکوونکو ګډون کړی وو.
غونډه د قرانکریم په تلاوت سره پیل شوه، د کندوز ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس د کمپیوټر د زدکړې په اهمیت خبرې وکړې او خوښې یې وښوده چې تنکې ځوانان له درس او تعلیم سره مینه لري، د کندوز ولایت مقام د ظرفیت لوړولو امر عطاالحق عمرزي ځوانانو ته کمپیوتر زده کړه اړینه وبلله، د غونډې په وروستې برخه کې دکندوز مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ رییس ښاغلي اختر محمد اختر میلمنو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د دکمپیوټر ښوونیز مرکز او د مخابراتو ریاست پر فعالیتونو خبرې وکړې او ځوانانو ته یې ددوی د فراغت له امله مبارکی وویله، دغونډې په دویمه برخه کې په فارغو زدکونکو دکمپيوټر د زده کړې معتبر اسناد چې له مرکز څخه راغلي وو وویشل شو. غونډه له غرمې وړاندې په دوعایې سره پای ته ورسیده.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۷:۵۵
Background image

د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ کې یو مخابراتي سایټ جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ شنک سیمه کې د افغان ټلیکام د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۷:۳۴
Background image

د پروان ولایت کوه صافي ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ رغنیزې چارې پیل شوې

یاد مخابراتي سایټ چې د پروان ولایت د کوه صافي ولسوالۍ محرومو سیمو ته...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۶:۵۵
Background image

د خوست ولایت ګربزو ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ څارنه ترسره شوه

یاده څارنه د خوست ولایت د مخابراتو ریاست، اترا ادارې او افغان ټلیکام مخابراتي...

بېرته خبرونه ته