دپکتیکا ولایت په پنځو ولسوالیو کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د سایټونو جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳۰ - ۱۰:۸
ولایت پکتیکا

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د پریکړې پر اساس د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست، اترا آمریت او افغان بیسیم مخابراتي شرکت مسؤلینو له لوری د پنځو مخابراتي سایتونو د جوړولو دسروې چارې د یاد ولايت په اومنه، چاربران، مټاخان، وازيخواه او وړممۍ ولسواليو کې ترسره شوې.

د دغو مخابراتي سایټونو د جوړولو چارې به ډیر ژر پیل شي او په فعالیدو سره به د یادو سیمو د اوسیدونکو مخابراتي او انټرنټي ستونزې حل شي.

د یادونې وړ ده چې د یادو سیمو محترمو اوسیدونکو، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د نیک اقدام څخه د مننې ترڅنګ دیادو سایتونو په جوړولو خوښي څرګنده کړه.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۵:۳۸
Background image

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د اترا ادارې له عمومي رئیس سره ولیدل

د افغانستان داسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د اترا ادارې له عمومي رییس...

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۶:۵
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رهبري پلاوي غونډه ترسره شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت رهبري پلاوي مجلس د یاد وزارت د سرپرست وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حقاني په مشرۍ ترسره شو او د اجنډا مطابق...

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۶:۱۰
Background image

کابل ولایت کې د مخابراتي شرکتونو له انټرنټي سایټونو څخه څآرنه وشوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او اترا ادارې له لوري په کابل ولایت کې د مخابراتي شرکتونو له انټرنټي سایټونو څخه د غیر اخلاقی انټرنټي سایټونو...

بېرته خبرونه ته