دپکتیکا ولایت په پنځو ولسوالیو کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د سایټونو جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

naweed_admin
Mon, Feb 19 2024 10:08 AM
ولایت پکتیکا

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د پریکړې پر اساس د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست، اترا آمریت او افغان بیسیم مخابراتي شرکت مسؤلینو له لوری د پنځو مخابراتي سایتونو د جوړولو دسروې چارې د یاد ولايت په اومنه، چاربران، مټاخان، وازيخواه او وړممۍ ولسواليو کې ترسره شوې.

د دغو مخابراتي سایټونو د جوړولو چارې به ډیر ژر پیل شي او په فعالیدو سره به د یادو سیمو د اوسیدونکو مخابراتي او انټرنټي ستونزې حل شي.

د یادونې وړ ده چې د یادو سیمو محترمو اوسیدونکو، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د نیک اقدام څخه د مننې ترڅنګ دیادو سایتونو په جوړولو خوښي څرګنده کړه.